Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65830
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 سلواغه 1399 ساعت : 21:55:06

ایران له اټومي تړون نه دی وتلی چې بیرته ورستون شي

ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت له اټومي تړون څخه نه دی وتلی چې اوس وغواړي بیرته وروستون شي او په اټومي تړون کښې د تهران د ژمنو کمیدل د دغه تړون د شپږدیرشمې (۳۶) مادې په چوکاټ کښې دي .

مجید تخت روانچي د «یورونیوز »له فارسۍ ژبې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې چې تراوسه نه ده خپره شوي یادونه وکړه له ایران څخه چې اوس په اټومي تړون کښې شتون لري څرنګه هیله کیږي لومړی ګام پورته کړي .

په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په دې خبرې سره چې د اټومي تړون په هکله د ایران د ژمنو کمول د دغه تړون د شپږدیرشمې (۳۶) مادې په چوکاټ کښې دي وویل د دغه مادې پراساس کله چې د اټومي تړون یو (۱) غړی ښکاره او سخته خلاف ورزۍ کوي نو ایران ته دغه اختیار ورکول کیږي په کلي توګه یا خپلې ځینې اټومي ژمنې ترسره نکړي او مونږ په دې هکله دوهمه (۲) لاره انتخاب کړه .

په عین حال کښې په ویانا کښې په نړیوالو موسسو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر کاظم غریب ابادي له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له درویشتمې (۲۳) نیټې څخه د اټومي تړون پراساس د ایران په خپله خوښه د اقداماتو د اجرا کولو د بندولو لیک پرون مازیګر د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر ته وسپارل شو .

هغه وویل له دې وروسته به د ایران او د  اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ملګرتیاوې یوازې د اټومي تړون د سیف ګارډ(Safeguard) د ژمنو په  چوکاټ کښې دوام ولري  تر هغه وخته پورې چې په عملي او ملموس ډول د بایکاټونو په لغو کیدا سره د دغو اقداماتو د بیرته اجرا کیدا لپاره د ایران د بیرته ستنیدا زمینه برابره شي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.