Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65831
تاریخ انتشار : سه شنبه 28 سلواغه 1399 ساعت : 21:56:18

بهرني پوځیان له افغانستان څخه نه وځي

 ناټو تړون ادعا وکړه د سولې تر ټینګیدا پورې له افغانستان څخه بهرني عسکر نه وځي .

د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په یولړ دوکه ورکونکو او دروغجنو څرګندونو کښې چې په ځلونو یې تکرار کړي دي وویل تر هغه وخته چې په افغانستان کښې جنګ ، وژله او تاوتریخوالی بند نشي او هلته سوله او امنیت ټینګ نشي بهرني پوځیان له دغه هیواد څخه نه وځي .

هغه د افغانستان د سولې له بهیر څخه  د نمایشي ملاتړ په ترڅ کښې وویل خارجي عسکر به په دې ډول له افغانستان څخه لاړ نشي چې دغه هیواد له شل (۲۰) کاله مخکې برخلیک سره مخ شي .

د ناټو د سرمنشي ینس اسټولټنبرګ دغه لسمونکي او په نورو باندې د خپلو ګرمو د مسوولیت د اچولو دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امریکا او متحدانو یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګولو په پلمه په افغانستان کښې له خپل شل(۲۰) کلن ماتي خوړلي جنګ وروسته دغه هیواد د جنګ او د ترهګرۍ او د ناامنۍ د زیاتولو په مرکز بدل کړی دی او طالبانو په ځلونو ویلي دي د امریکا په مشرۍ د خارجي ترهګرو عسکرو د شتون په دوام سره به په افغانستان کښې تاوتریخوالی هماغه راز دوام ولري او دغه بهرني ترهګر عسکر به په امان کښې نه وي .

د افغانستان د حکومت چارواکي هم وايي امریکا اوس د حکومت او د ملت ترمینځ د تفرقې په اچولو او د موقته حکومت د جوړولو د پلان په وړاندې کولو او د افغانستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره د سولې د خبرو اترو د بهیر د بندیدا اصلي عامله ده او په دغه هیواد کښې يې جنګ ، وژلې او همدفمنو وژلو ته لمن وهلي ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.