په اوسنیوشرائطوکې له افغانستانه د پوځیانوله ویستلو دناټوځواک ډډه کول
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ د دوشنبې په ورځې په یوه خبري کنفرانس کې وئيلي دي ، له افغانستانه د ناټوځواک ویستل د طالبانو له خوا د تاؤتریخوالي له کمیدا سره اړه لري .
د ۲۰۲۰کال په فرورۍ کې په دوحې کې د ډونالډټرمپ په کرغیړنې والۍ کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ له موافقې وروسته ، امریکائي پوځ له دغه جنګ ځپلي افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستلوبهر پیل کړی دی ، که څه هم د جوزف بایډن حکومت ، ددغه بهیر د بدلولو نیّت لري . په عین حال کې ناټو موسیسې په دې زمینې کې یو بل کړچار غوره کړی دی .
د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ د دوشنبې په ورځې په یوه خبري کنفرانس کې وئيلي دي ، له افغانستانه د ناټوځواک ویستل د طالبانو له خوا د تاؤتریخوالي له کمیدا سره اړه لري .هغه روښانه کړې ده ، چې له مونږ هیڅوک نه غواړي،له دې زیات چې باید په افغانستان کې پاتې شي،البته مونږ به له مناسب وخته تر مخکې پورې له دغه هیواده ونه وځو. افغانستان باید هیڅکله هم د مونږ پر هیوادونو دحملې لپاره دترهه ګرو په پناه ځاي بدل شي .
ستولتنبرګ پر طالبانو غږ کړی څو په افغانستان کې د تاؤتریخوالو سویه کمه کړي . په اوسنیو شرائطو کې په افغانستان کې د ناټو ځواک د باقي پاتیکیدو په باب ددغې موسیسې د فیصلې اعلان،چې امنیتی حالات ئې ورځ تربلې لا پسې ترینګلي کیږي ، ددغې لویدیځي پوځي موسیسې کلي کړچار او هم د اوسنیوحالاتو او شرائطو بدلیداته په پام سره نوي معنا پیداکوي .
د نا ټو اروپائي غړو اوهمداراز د افغانستان د مرکزي حکومت له نظره،له افغانستانه د بهرنیوعسکرو د وتلو اصلی شرط،یعني د طالبانو ډلې له خوا په افغانستان کې د تاؤتریخوالو د سوئې کمیداعملي شوي نه ده.
په اپوټه ، په افغانستان کې د جنګ پر دوام د طالبانوډلې وروستي ټينګار ته په پام سره داسې ښکاري ، د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د دوحې د موافقې داجرا زمینه له مینځه تللې ده . په افغانستان کې د ناټو موسیسې د استازي سټیفانو پونټه کورو په وینا ، دغه موسیسه ترڅو چې ضرورت وي په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکوي او دا کابل دی چې باید په دې باب فیصله وکړي .
په حقیقت کې طالبان له افغانستانه د درستو بهرنیو عسکرو د وتلو او له قدرته د افغانستان دولسمشر اشرف غني د څنګةکیدا دضرورت په څير د شرطونو په مطرح کولو سره چې په نه اجرا کیدائې ښه پوهیږي ،، په افغانستان کې د جنګ دلمن د پراخیدو غوښتونکي دي .
دا موضوع لامل شوې څو ناټو، د اروپائي اتحادئې ترڅنګ، طالبانو ډله، د اوسنیو ناغیړیو او ترینګلوحالاتو ګرَم وبریښوي .
په هغې اعلامیې کې چې داروپائي اتحادئې غړو هیوادونو او ناټو د جنورۍ په یویشتمه نیټه خپره کړې روښانه کړې ده،چې د طالبانو تاؤتریخجن اقدامات،د افغانستان ولس ته تاوان رسولو پرته ،چې زیاتره ئې د څو لسیزو د جنګ د دوام او د کرونائي بحران د خوریدا په دلیل له ډيرو اقتصادي مشکلاتو او خواړو د امنیت د تامینیدا له ستونزو سره مخامخ دي ،بله موخه موخه تعقیبوي .
په افغانستان کې د ناټو ځواک د شتون د دوام د ضرورت په باب د ناټو موسیسې د عمومی منشي له خوا یو بل دلیل هم مطرح شوی دی .هغه باؤري دی چې له افغانستانه د درستو لویدیځي پوځیانو ویستل ، په دغه هیواد کې د امنیتی خلاء د رامینځةکیدالامل کیږی . د ناټو موسیسې ځواک په دې ګمان دی چې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو نوي څپه دسولې دخبرواترو بهیر له خپلې لارې غړولی شي . دا موضوع په تیره بیا د افغانستان په مختلفو سیمو کې د دغه هیوادد حکومتي ځواک او طالبانو ډلې ترمینځ دپراخو جنګ جګړو نوي مرحلې ته په پام سره نوی معنا رابرسیره کوي .
یوه بله موضوع چې له افغانستانه د لویدیځي ځواک د ویستلو دموضوع په باب د ناټو او ا مریکاد اپوټه دریځ سبب شوي ده،د افغانستان د امنیتی حالاتو په ارزونې کې د ډونالډټرمپ د کرغیړن حکومت او ناټو دنظر اختلاف، او د ۲۰۲۰کال تر مئ میاشت پورې له افغانستانه د امریکائي ځواک د بشپړ ویستلولپاره د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ لومړیتوب، د هغه د سیاسی ګټو په دلیل ؤ . په عین حال کې دجوبایډن حکومت واک ته په رسیدا سره ظاهرا په دې زمینې کې هم د واشنګټن لیدتوګه بدله شوې او د واشنګټن چارواکي د طالبانو ډ لې د ژمنتیا د خلاف ورزۍ په دلیل د امریکائي عسکرو دشتون په ضرورت ټینګار کوي .اوس په ښکاره د افغانستان په باب د امریکا او ناټو لیدتوګې سره نزدې شوي دي . په دې توګه تمه کیږي ، له افغانستانه د امریکائي عسکرو د وتلو دپه سستیدا او حتی د ویستلو په دریدا سره ، ناټو هم په دغه جنګ ځپلي هیواد کې دخپلو عسکرو د کمیدا لپاره له کوم اقدامه ډډه وکړي .