Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65835
تاریخ انتشار : چهار شنبه 29 سلواغه 1399 ساعت : 22:29:46

د ملکي خدمتونو د کارکوونکیو معاشونه ۲۰۰۰ افغانۍ زیاتیږي

ولسي جرګې او مالیې وزارت د چارشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۹)هوکړه کړې، چې د ټيټ پوړیو دولتي مامورینو او ښوونکیو معاشونه به دوه زره افغانۍ لوړیږي.

ولسي جرګې او د مالیې وزارت د نوي مالي ۱۴۰۰ کال د ملي بودجې د لانجمنې برخې پر سر هوکړې ته ورسیدل. د دغې هوکړې له مخې؛ د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې د ټيټ پوړیو دولتي مامورینو او ښوونکیو په میاشتنيو معاشونو کې ۲۰۰۰ افغانۍ ډېروالی راځي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون څرګنده کړې، چې په معاشونو کې دا ډېروالی د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې پیلیږي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مشر میر افغان ساپي ویلي: د معلم، اجیر او ټیټ پوړیو مامورینو معاشونه د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د وري له میاشتې ډېر شوي دي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون منشي سید عظیم کبرزاني ويلي، چې دوه ځله په جرګه کې د بودجې له ردیدو وروسته دواړو خواوو نرمښت وښود او د ستونزې یوه برخه حل شوه.

دغه راز مالیې وزارت ويلي، چې په قوانینو او لوایحو کې له لازمو بدلونونو وروسته به د ټیټ پوړیو چارواکو او ښوونکیو معاشونه لوړ شي.

ماليې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ له ولسي جرګې غوښتې، چې د نوي مالي کال بودجه دې ژر تر ژره تصویب کړي.

ولسي جرګې دوه وارې د نوي مالي کال په ملي بودجه  کې د مساواتو د نشتوالي او اختیاري کودونو ته د ډېرو پیسو د  بېلولو له کبله رد کړې وه.اوس ولیدل شي، چې ولسي جرګه او حکومت به پر نورو  اختلافي برخو هوکړې ته ورسیږي او که نه!


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.