Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65836
تاریخ انتشار : چهار شنبه 29 سلواغه 1399 ساعت : 22:32:52

نیوزیلینډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي

نیوزیلینډ په ډاګه کړې، چې هېواد یې د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي.

د نیو زیلینډ لومړي وزیرې جاسینډا آرډرن،  بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوټا او د دفاع وزیر پیني هنار نن چارشنبه سهار مهال څرګنده کړې، چې هېواد به یې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر می پورې د خپل دفاعي ځواک ماموریت پای ته ورسوي.

نوموړې زیاته کړې؛ په افغانستان کې له ۲۰ کلن حضور وروسته اوس هغه وخت راغلی، چې نوره پاتې کېدنه پای ته ورسوو.

هغې ویلي؛ افغانستان ته د ۳۵۰۰ ځواکونو لېږل مو په تاریخ کې ترټولو اوږد مهاله پړاو و او هغو ۱۰ سرتېرو، چې د سولې لپاره یې په جنګ کې ژوند له لاسه ورکړي او هغه ادارې کارمندان، چې دندې تهژمن دي؛ یاد به یې تل له ما سره خوندي وي.

دغه راز د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیرې نانایا ماهوټا ویلي، چې که څه هم چاپیریال پېچلی پاتې دی؛ خو د افغانستان د سولې بهیر له ځان سره  خلکو ته د تلپاتې سیاسي حل زیری وړاندې کوي.

میرمن ماهوټا زیاته کړې: په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د ځواکونو د نه استولو پرېکړه مو خپلو هغو  نړیوالو ملګرو ته، چې  په تېرو شل کلونو کې مو نږدې همکاري کړې؛ وړاندې کړې ده.

نانایا زیاته کړې: نیوزیلینډ به په راتلونکیو کلونو کې د افغانستان د حکومت او خلکو ملاتړ وکړي. پداسې حال کې، چې دوی د لسیزو اوږدو شخړیو د حل لپاره د افغانستان د سولې له بهیر سره خپله همکاري روانه ساتي.

همدارنګه د دې هېواد د دفاع وزیر پیني هنري ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې ۶ پوځیان لري؛ درې یې په پوځي اکاډمۍ کې ګمارل شوي  او درې نوریې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت له مرکز سره دنده سرته رسوي.

هنار زیاته کړې؛ له خپلو ملګرو سره یې په ګډه د افغانستان د سولې اوسني بهیر ته د شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. موږ د سیمه ییز امنیت ملاتړ کړی او د افغانستان د خلکو د ژوند په تېره بیا په بامیان ولایت کې مرسته کړې ده.

دوی زیاتوي: له افغانستان سره د نیوزیلنډ د ملاتړ بل مهم عنصر د افغانستان په اردو کې د نوي نسل افسرانو په روزنه او لارښوونه کې زمونږ مرسته ده. د ښوونې روزنې د برنامو بریا مو، چې د افغانستان د ملي اردو په پوځي اکاډمۍ کې ترسره کیږې؛ پدې معنی ده، چې اوس نیوزیلینډ ډاډه شوی، چې مرستې خپلې مرستې په دې اده پای ته ورسوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.