Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65839
تاریخ انتشار : شنبه 2 کب 1399 ساعت : 22:53:48

د ایران او افغانستان صادراتي او وارداتي فعالیتونه بیرته پیل شول

 اسلام قلا ګمرک د افغانستان په لویدیځ کې ددغه هیواد یو تر ټولو مهم ګمرک دی چې افغانستان ته دایران د ګمرکاتو له لارې لازیات تجارتي شیان وارد او نورو هیوادونو ته صادریږي .

د افغانستان او ایران په پولې کې د هرات د اسلام قلا په سرحدي ګمرک کې د اورله شپږو ورځو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ د صادراتي او وارداتي جوپومنتقلیدا بیرته پیل شوې ده .

 دافغانستان دهرات  د والي ویندوي  جیلاني فرهاد  وئيلي دي ځاي چارواکي بریالي شوي څو په اسلام قلا کې ګمرکي سسټمونه له پرون راهسې بیرته فعال کړي اود دواړو هیوادونو ترمینځ  دشیانو  دټرانزیټ بهیر بیرته شروع شي .

 هغه زیاته کړې ، دټرانزیټ لومړیتوب  هغو شیانو او مالونو ته ورکول کیږي ، چې  دخرابیدو  له خطرې سره مخ دي .

 د افغانستان د تجارتي کوټې  د راپور په اساس ، دتیرې شنبې په ورځې  د اسلام قلا په ګمرکاتو کې د اور  له امله د ۳۷۰تیلو او ګیسو د ټينکرو پشمول  کابو زر چکړې ، ټينکر او نورو ګاډي  په اور کې سوځيدلي دي .  دغه اور  د ایران داسلامی جمهوریت  د اور وژنې د ادارې  او نورو مرستندویه اورګانونو په مرستې سره کنټرول شوی  ،البته  په  اور پسې  د دو اړو هیوادونو ترمینځ پوله تر یوې اونۍ پورې تړل شوي وه چې دغه وضعیّت  په افغانستان کې د  خوراکي موادو ،تیلو ، ګیسو او نورو شیانو دبیّو دلوړیدا لامل  شوی .

 اسلام قلا ګمرک  د افغانستان په لویدیځ کې ددغه هیواد یو تر ټولو مهم ګمرک دی  چې  افغانستان ته دایران د ګمرکاتو له لارې لازیات تجارتي  شیان  وارد  او نورو هیوادونو ته صادریږي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.