له طالبانو سره د امريکې موافقه ليک ماتې خوړلے او د خلقو غولونکے دے
د افغانستان د ملي امنيت شورا په قطر کښې له طالب ډلې سره د امريکې موافقه ليک غولونکے او ماتې خوړلے وبلۀ.
له کابله زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند نن وويل، امريکې په ځلونو ثابته کړې ده چې د جنګ د ختمولو او د امنيت د ټينګولو وس نه لري او واشنګټن غواړي د دغه موافقه ليک په لاسليکولو سره خلق وغولوي او د هغوي هيله يې په مايوسه او نااميده بدله کړه.
رحمت ا... اندړ زياته کړه، امريکه دغه موافقه ليکه ته په بې پامۍ سره چې د نورو نړيوالو موافقه ليکونو په شان پرې پابنده نه ده ژمنه کړې وه چې د مۍ د مياشتې تر آخره پورې به له افغانستانه ووځي خو د هغې ژمنې ترپښو لاندې کولو سره يې جنګ، ناامنۍ او د خلقو قتل عام ته لمن ووهله او د صلحې د خبرو اترو د بهير د ناکامۍ سبب شوې ده.
که څه هم امريکه د افغانستان د جنګ اصلي بائيلونکې لوبغاړې ده خو کوشش کوي په مختلقو حربو سره ځان له جبې وژغوري او د سپېرو او تخريبي پلانونو په رامنځته کولو سره د موقته حکومت د جوړولو او د اشرف غني د حکومت د نسکورولو په فکر کښې ده چې دې موضوع د افغانستان د خلقو او او چارواکو قهر او کرکه راپارولې ده.