Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65850
تاریخ انتشار : يکشنبه 10 کب 1399 ساعت : 23:52:52

ملا برادر اخند: که د دوحې هوکړه عملي شي‌ افغانستان کې سوله تامین او اسلامي نظام حاکمېږي

د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون د لومړۍ کلیزې د را رسېدو په مناسبت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال «ملا برادر اخند» وایي، که چېرې د دوحې هوکړه عملي شي‌، ‌‌په افغانستان کې به سوله او ثبات تامین شي او اسلامي نظام به حاکم شي.

ملا برادر اخند په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي،‌ چې د «افغانستان اسلامي‌ امارت»‌ د دوحې تړون له لاسلیکېدو تر دې دمه یاد تړون ته ژمن پاتې شوی دی او له خپل مقابل لوري هم دا هیله لري، چې له تړون سره سم خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

پیغام کې وړاندې ویل شوي،‌ چې د دوحې د تړون د لاسلیک ورځ یوه تاریخي او ویاړمنه ورځ وه او د یاد تړون په اساس په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه راټيته شوه، بندیان ازاد شول او بین الافغاني مذاکرات پيل شول.

ملا برادر اخند ددې تر څنګ د دوحې د تړون له امله د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره رامنځته شوی فرصت بې ساري بللی او ټینګار یې کړی که چېرې دا تړون عملي‌ شي ښې پایلې به ولري.

د پيغام په یوه برخه کې راغلي‌ « د نوموړې توافقنامې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې دثبات او سولې د ټینګیدو لپاره ښه فرصت رامنځته سوی، که د توافقنامې دواړه لوري په خپل وخت له دې فرصت څخه استفاده وکړي تمه ده چې مثبتې پایلې به ولري.»

د طالبانو سیاسي‌ مرستیال د توافقنامې د لاسلیک په مراسمو کې په موجودو نړیوالو هیوادونو او سازمانونو هم غږ کړی، چې د دوحې تړون د عملي‌ کولو په برخه کې هڅې وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.