مولوي انصاري د هرات له علماوو سره مناظرې ته حاضر نشو
د حج او اوقافو وزارت وایي، د هرات ولایت یو شمېر علماوو له مولوي انصاري سره د مناظرې غوښتنه کړې وه خو نوموړی یادې مناظرې ته حاضر نشو.
د افغانستان د حج او اقافو له وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هرات یو شمېر مشهورو دیني علماوو د مولوي انصاري د وروستیو څرګندونو په تړاو له انصاري وغوښتل چې د هېواد د یوې معتبرې رسنۍ پر پرده له دوی سره مناظره وکړي او د خپلو وروستیو څرګندونو – چې د نظام او حکومت په اړه یې مطرح کړې وې – سپیناوی وکړي، خو مولوي انصاري د دغو کسانو غوښتنې بې ځوابه پرېښودې او د مناظرې لپاره حاضر نه شو.
دغه وزارت وایي، د دې ولایت د حج او اوقافو ریاست په خپره شوې اعلامیه کې د هرات ولایت د دیني علماوو، قومي مخورو او فرهنګیانو هغه خبرې او نظریات هم را اخیستې چې د مولوي انصاري د وروستیو څرګندونو پر وړاندې یې مطرح کړي دي
په اعلامیه کې د غربي حوزې د علماوو د شورا د رییس شیخ الحدیث مولوي خدایداد صالح خبرې هم راغلې چې: “ټول افغانان د سولې تږي دي او ملت دې څلوېښت کلنې جګړې خسته کړی دی…”
مولوي انصاري د کب په لومړۍ نېټه، د جمعې لمانځه د خطبې پر مهال د دې نظام هر کارکوونکی ګنګهار وباله او ملاتړ کوونکي یې له یهود او نصاراوو بدتر وګڼل
د مولوي انصاري د دغو څرګندونو پر وړاندې افغانانو توند غبرګون ښکاره کړ او انصاري یې په هېواد کې د سولې او آبادۍ دښمن وباله
بلخوا د دې ولایت د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالخالق حقاني له دیني علماوو وغوښتل چې د سولې لپاره هڅې وکړي. ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې دیني علماء باید خپل مسوولیت احساس کړي او خلک د جنګ او تاوتریخوالي پرځای سولې او وروولۍ ته رابولي.
مولوي انصاري تر دې دمه د خپلو دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، یوازې په یوه ویډیویي کلېپ کې یې له دې خبرو موخه د اوسني نظام ملاتړکوونکي یاد کړي دي.