Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65853
تاریخ انتشار : دوشنبه 11 کب 1399 ساعت : 18:10:16

طالبانو په افغانستان کې د جنګ په دوام تمرکز کړی دی

رحماني وئيلي دي،د افغانستان حکومت د اوسني نظام او د تیرو شلو کلونو بریاؤ په ساتلوسره هر ډول خبرواترو ته تیار دی او په دغو ارزښتونو به هیڅکله هم معامله ونه کړي.

د ولسی جرګې مشر میررحمان رحماني نن په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ،طالبان  له پوځي لارې قدرت ته درسیدو لپاره هڅه کوي او د جنګ پر دوام ئې تمرکز کړی دی .

 میررحمان رحماني طالبانو ډله په افغانستان کې د تاؤتریخوالو په زیاتولو تورنه کړې او وئيلي ئې دي،دغه ډله دسولې لپاره هیڅ ډول پلان او پروګرام نه لرياو په نتیجې کې په افغانستان کې  هره ورځ دتاؤتریخوالو او ترینګلتیاؤ سویه  لازیاتوي .

 د افغانستان د ولسی جرګې مشر  په دې په ټينګار سره چې طالبان تر دې د مه  په دوحې کې دخبرواترو دوام ته حاضر نه دي،زیاته کړې ده،د هغو اطلاعاتو په اساس، چې لري ئې،دغه ډله د پسرلیزو عملیاتو لپاره ځان تیاروي  او د سولې دخبرواتروبهیرهم د افغانستان لپاره هیڅ خوشبینې نه ده رامینځةکړي.

  رحماني وئيلي دي،د افغانستان حکومت د اوسني نظام او د تیرو شلو کلونو بریاؤ په ساتلوسره هر ډول خبرواترو ته تیار دی او په دغوارزښتونو به هیڅکله هم معامله ونه کړي .د افغانستان دسولې خبرې اترې د تیر کال  له ستمبر میاشت راهسې په دوحې کې پیل شوي ،خو تر دې دمه ئې  دافغان ولس لپاره هیڅ مثبته نتیجه نه ده درلودلي  او په واشنګټن کې د نوي حکومت واک ته رسیدا هم ددغو خبرواترو لرلید دشکونو له شپول سره مخامخ کړی دی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.