Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66162
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 غبرګولی 1400 ساعت : 22:27:59

د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو د يمن مختلفې سيمې بيا بمباري کړې

د يمن سبا سرکاري خبري آژانس د رپوټ له مخې د سعودي ائتلاف جنګي الوتکو په تېرو ساعتونو کښې د مارب صوبې په صرواح او مذغل ښارونو او همدارنګ د د حجه صوبې په مېدي ښار څو ځل بمبارۍ وکړې چې د سر و مال تاوانونو په اړه دقيق رپوټ لا نه دے خپور شوے

له دې مخکې هم د صعده صوبې په ظاهر ښار باندې د سعودي ائتلاف په هوائي حمله کښې دېر عامه يمنيان وژل شوے او يوړ بل ژوبل شوے ؤ.

همدارنګ د يمن د فوځي سرچينو د اعلان له مخې سعودي ائتلاف په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په الحدېده صوبې باندې يو سل اتويشت ځل حملې  وکړې او د ډزبندۍ خلاف ورزي يې وکړه.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.