Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66203
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 غبرګولی 1400 ساعت : 23:35:41

نتانیاهو د اسرائیلو د نوي کابینې د جوړولو لپاره د سیالانو د موافقې راز

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو سیالان بالاخره د خپل قانوني مهلت په اخري شیبو کښې وتوانیدل د نوي کابینې د جوړولو په هکله موافقې ته ورسیږي .

د اسرائیلو د یامینا ګوند مشر نفتالي بنت ، د یش عتید ګوند مشر یائیر لاپید او د عربي متحد فهرست مشر منصور عباس بیګا  په تیرې چهارشنبې ورځ د نوي کابینې د جوړولو موافقه لاسلیک کړه .

په ډول په راتلونکو ورځو کښې د اسرائیلو د کابینې په جوړیدا سره په صهیونیسټ رژیم کښې د نتانیاهو د لومړي وزارت دولس(۱۲) کلن پړاو عملا پاې ته رسیږي .

د اهمیت وړ موضوع دا ده چې د اسرائیلو د نوي حکومت د جوړولو لپاره د سیالانو موافقه د سیاسي غږملتیا له کبله نه ده بلکې یوازې یو(۱) دلیل لري او هغه له قدرت څخه د اوسني لومړي وزیر نتانیاهو څنګ ته کول دي .

نتانیاهو له دوه زره نهم (۲۰۰۹) میلادي کال راهسې تراوسه د اسرائیلو لومړی وزیر دی .

نتانیاهو په تیرو دوو (۲) کلونو کښې څلور(۴) ځله د پارلمان انتخابات ترسره کړل چې د لومړي وزارت په څوکۍ پاتې شي او حتی د تیر میلادي کال په مارچ میاشت کښې د پارلمان له دریم (۳) ځل انتخاباتو وروسته یې له بني ګانټس سره ائتلافي کابینه جوړه کړه خو دغه کابینه په څو میاشتو کښې ړنګه شوه .

د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو ښکاره او زیاتیدونکي واک غوښتنه د اسرائیلو د ښي پاله بهیر دننه د هغه د سیاسي سیالانو لپاره یو(۱) ډول سپکاوی  ګڼل کیږي .

پر دې اساس په څلورو (۴) انتخاباتو کښې چې په تیرو دوو (۲)کلونو کښې وشول سیالان د نتانیاهو په مشرۍ په ائتلافي کابینې کښې ګډون کولو ته چمتو نشول او په نهایت کښې له واک څخه د نتانیاهو د لیرې کولو لپاره ګډه اندیښنه سبب شوه چې د کابینې د جوړولو لپاره موافقې ته ورسیږي .

ښي پاله سرزورو کسانو نفتالي بنت ، ګیدئون صعر او اویګدور لیبرمین ، مینځ لاري کسانو یائیر لاپید او بني ګانټس او کیڼ پاله کسانو هوروویتز او میراف میخاییلي له  منصور عباس عرب سره یوځاې له واک څخه د نتانیاهو د څنګ ته کولو فیصله وکړه .

دغه کسان هر یو د اسرائیلو د یوې نه یوې پرګنې استازي دي او د دوې اختلافات کاملا لوی دی خو دوې د یوشي په هکله ګډ نظر لري او هغه له واک څخه نتانیاهو لیري کول دي  .

له واک څخه د نتانیاهو د څنګ ته کولو موضوع تر دې حده د سیالانو لپاره اهمیت درلود چې حتی د یش عتید ګوند مشر یائیر لاپید چې د صهیونیسټ رژيم د مشر لخوا د کابینې د جوړولو دنده ورته وسپارل شوه موافقه وکړه چې له نفتالي بنت سره په پړاویز لومړي وزارت کښې لومړۍ(۱) د دوه زره دریم (۲۰۰۳)میلادي کال تر سپتمبر میاشتې یعنی تر دوه ویشتو (۲۲) میاشتو پورې د لومړي وزارت څوکۍ هغه ته ورکړي او ورپسې لاپید د دوه زره درویشتم (۲۹۲۳) میلادي کال له سپتمبر میاشتې د دوه زره پینځویشتم (۲۰۲۵)میلادي کال تر نوامبر میاشتې پورې د لومړي وزارت څوکۍ پرغاړه ولري داسې موضوع چې  نتانیاهو او لیکوډ ګوند ورباندې اعتراض وکړ .

د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو او لیکوډ ګوند باوري دي چې یاییر لاپیډ ته د کابینې د جوړولو فرصت ورکړل شي نه دا چې نفتالي بنت ته .

پر دې اساس لومړۍ باید لاپید د لومړي وزارت څوکۍ پرغاړه واخلي خو د اسرائیلو د رژیم مشر له دغه موضوع سره مخالفت کړی دی .

نتانیاهو له واک څخه د ده د څنګ ته کولو او د موافقې کولو لپاره د سیالانو له هڅې خبر و .

ځکه خو  نتانیاهو  د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د جنګ په پیلولو سره هڅه وکړه د موافقې په لاره کښې کارړنګونه وکړي .

د پوهنتون استاد سید هادي برهاني وايي د فلسطین د غزې تړانګې جنګ نه یوازې له بنیامین نتانیاهو سره مرسته ونکړه بلکې په دغه جنګ کښې ماتي د نتانیاهو په شکست او خپلې ارادې ته د هغه په نه رسیدا کښې اغیزشیندونکي وه .

اخري خبره دا چې  د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د رشوت د اخیستلو ، له قدرت څخه د ناوړه استفادې کولو او د غلا کولو  له دریو (۳) تورونو سره مخ دی او له لومړي وزارت څخه د هغه په څنګ ته کیدا سره ممکنه ده چې له یوې خوا د لیکوډ ګوند له مشرۍ څنګ ته شي او بلې خوا په دغو دریو (۳)تورونو سره زندن ته واستول شي چې په دې ډول د نتانیاهو پړاو چې تر اوږدې مودې پورې د اسرائیلو لومړی وزیر وو پاې ته ورسیږي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.