Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66204
تاریخ انتشار : پنج شنبه 13 غبرګولی 1400 ساعت : 23:36:40

د نتانیاهو ناکامي، بنت او لاپید د کابینې په جوړولو بریالي شول

د صهیونیستي رژیم سرچینو اعلان وکړ چي د نتانیاهو مخالفینو د یائیر لاپید په مشری د کابینی د جوړلو لپاره مفاهمه تر لاسه کړې، او ډیر ژر به د کابینی د غړو نومونه د دې رژیم رئیس ته واستول شي.

د فارس له راپور سره سم، د چهار شنبې په شپه نتانیاهو ته د کابینې د جوړولو لپاره د ورکړل شوې مودې په ختمېدو سره صهیونیستي رسنیو اعلان وکړ چي د یش عتید ګوند مشر یائیر لاپید له نورو ګوندونو سره موافقې ته رسېدلي او ډیر ژر به د کابینې د جوړلو لپاره اقدام وکړي.

د صهیونیستي رژیم له راپور سره سم، په صهیونیستي رژیم کې د نوې کابینې په جوړېدو سره به نتانیاهو هم تر یوولسو کلونو وروسته له واک څخه لیري کړای شي.

د صهیونیستي رژیم ګوندونو د یائیر لاپید له صدراعظمی سره موافقه کړي او د صهیونیستي رژیم ولسمشر ته یې خبر وکړی چي لاپید د ۷ ګوندونو په ګډون نوې کابینه جوړولایشي.

د موافقې پر اساس د یامینا د ګوند مشر نفتالی بنت به د دوو کلونو لپاره لومړی وزیر وي او تر هغه وروسته به لاپید د لومړي وزیر په څوکۍ کښینې.

دا په داسي حال کې دی چي د نتانیاهو ګوند د دووکلونو په موده کې د څلورو ځلو ټاکنو په تر سره کولو سره بیا هم د ائتلافي کابینې په جوړولو ناکامه شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.