Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66225
تاریخ انتشار : يکشنبه 23 غبرګولی 1400 ساعت : 10:33:01

سعودي د پرلپسې دوهم کال لپاره پر بهرني اتباعو د حج بندیز ولګاوه

د سعودي حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې کرونا ناروغۍ په پام کې نېولو سره د سږکال حج مراسمو ترسره کولو لپاره به یوازې ۶۰ زره د سعودي دننه اتباعو ته مشروطه اجازه ورکړل شي.

یاد وزارت په خپاره کړي بیان کې ویلي، هغه کسان چې د سعودي دننه وي، له دایمي ناروغیو څخه پاک وي، د کرونا ضد واکسین یې لګولي وي او د ۱۸ او ۶۵ کلونو ترمنځ وي، کولی شي سږکال حج ادا کړي.

دا پرلپسې دوهم کال شو چې بهرني اتباع د سپیڅلې فریضې له ادا کولو محرومیږي، تېر کال هم سعودي پر بهرني اتباعو د حج بندیز لګولی و.

د سعودي د حج او عمرې وزارت دغه پریکړه د «انساني روح په خوندي کولو کې د اسلامي شریعت د اهدافو» سره سمه وګڼله، دوی په ګوته کړه چې احتیاطي تدابیر نېولو ته به تر وروستۍ اندازې پاملرنه کیږي.

د یاد وزارت اعلامیه ټینګار کوي چې د حج او عمرې مراسمو ترسره کوونکو لپاره د ټولو لازمو اسانتیاو چمتو کولو ته لیواله دي، «موږ په تېرو لسو کلونو کې له ۱۵۰ ملیونو زیاتو کسانو ته بشپړ خدمات وړاندې کړي دي».

د سعودي د حج او عمرې سرپرست وزیر عبد الفتاح بن سلیمان مشاط وویل، «انساني غونډې د کرونا وبا په خپرېدو کې مرسته کوي، او د حاجیانو دغه شمېره د دوی د خوندیتوب لپاره ټاکل شوې ده».

باید وویل شي چې د سعودي حکومت تېر کال هم د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د حج او عمرې مراسم تر ۱۰ زرو کسانو محدود کړي وو کوم چې د سعودي دننه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.