Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66232
تاریخ انتشار : دوشنبه 24 غبرګولی 1400 ساعت : 21:27:08

د کورونا به بهانه د حج د مراسمو له تعطيل کولو څخه د سعودي پټ مقاصد

د سعودي د حج او عمرې وزارت د تېر خالي په ورځ اعلان وکړ چې د تېر کال په شان سږ کال به هم د نورو هېوادونو د حاجيانو لپاره د حج مراسم او مناسک ترسره نه شي او دغه مراسم به يوازې د سعودي دننه له شپېتۀ زره حاجيانو سره اختصاص ولري.

سعودي دغه فېصله په ظاهر کښې د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي لپاره وکړه، خو د اسلام د يو اصلي رکن او يوې مهمې نښانې په توګه د حج اهميت ته په پام سره دغه فېصله يوازې د کورونا وائرسو له خپرېدو څخه د مخنيوي وجه نه شي کېدې بلکه آل سعود له داسې فېصلو څخه ځينې پټ مقاصد حاصلول غواړي چې ورسره اړوندو ځينو ټکو ته دلته اشاره کوو.

د سعودي د «خلق الساعه» د دغې فېصلې په باره کښې وړومبنے ټکے دا دے چې دغه هېواد د نورو اسلامي هېوادونو له حالاتو څخه بې له څه اطلاع او په نورو هېوادونو کښې د مسلمانانو نظرياتو او رايو ته بې له څه پامه په ناڅاپه توګه داسې فېصله وکړه. په حقيقت کښې سعودي د حج او اسلامي شعائرو له مسئلې سره  د خپلې يوې کورنۍ مسئلې په شان چلند کوي او دا هيله لري چې هم هغه ډول چې په خپلو کورنيو فېصلو کښې مستبدانه او ډېکټاټورانه عمل کوي د نړۍ په سطح له يو ميليارډ نه د زياتو مسلمانانو د شعائرو او مقدساتو په باره کښې هم د فېصلې کولو حق لري او څوک د اعتراض او احتجاج کولو حق نه لري.که د سعودي چارواکي په رښتيا د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو رايو او نظرونو ته پاملرنه او توجه کوي نو د ډېپلومېټکو او سفارتي صلاح مشورو يا د اسلامي هېوادونو د ځينو چارواکو په ګډون سره د يو آنلائن کانفرنس د جوړولو په قالب کښې يې پکار دے په دې باره کښې فېصله کړې وې او له نورو اسلامي هېوادونو يې هم د دغې الهي فريضې د مراسمو د جوړولو په باره کښې مرسته اخېستې وې او په نتيجه کښې په دې باره کښې د ځينو هېوادونو د څو مياشتو پروګرامونه به يې نه خرابول او د هغو حاجيانو  چې حج ته د تلو په طمه وو اميد په نااميدۍ نه بدلوۀ. خو داسې ښکاري چې داسې يوه فريضه د آل سعود لپاره اهميت نه لري.

دويم ټکے او البته د اهميت وړ ټکے چې په حقيقت کښې د آل سعود داسې فېصلې چې د کورونا په بهانه اوشوه د پټ مقصد او هدف ښودنه کوي  دا دے چې داسې ښکاري داسې يو اقدام به د سعودي لپاره «د  ۲۰۳۰ کال د منصوبې» په قالب کښې د دغه هېواد د وليعهد محمد بن سلمان د معلومو پروګرامونو او اهدافو په چوکاټ کښې شوې وي؛ځکه چې په دغه منصوبه کښې د سعودي لخوا يو اعلان شوے مقصد  «د ديني سياحت د پراختيا» په عنوان سره د يو پلان اجرا ده. په حقيقت کښې د دغه پلان اصلي مقصدد يوې سوچه اسلامي نښانې په توګه د حج  له  مراسمو څخه د اسلامي تشخص ختمول او د سپېځلتيا له منځه اوړل دي.

په معنوي او مقدسو مفاهيمو سره د حج ديني مراسم له يو لړ اصلي اسلامي مراسمو څخه  چې يو رکن يې ګڼل کيږي د «ديني سياحت» په نامې سره په يوې سطحي چارې باندې بدلول دي چې د دغو مراسمو په اجرا او ترسره کېدو کښې يو لړ ضروري بدلونونه راشي چې دا د صهيونېسټي او امريکائي اهدافو په لړ کښې يوه چاره ده.

د دغې فېصلې په  اړه دريم ټکے د اسلامي نړۍ بدلونونو او هغو پېښو ته ګرځي چې د مسلمانانو اصلي اندېښنه ګڼل کيږي او د حج د مراسمو جوړېدل د صهيونېسټانو د ځينو فعاليتونو او د  اسلام د دښمنانو د دسيسو په خلاف چې د اسلامي ګټو  او مقدساتو په خلاف  دي د غندنې د فضاء د رامنځته کېدو سبب کېدې شي.له دغو موضوعاتو څخه يوه مهمه موضوع له صهيونېسټ رژيم سره د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو د جوړولو موضوع ده چې د حج د نړيوالې کنګرې په جوړېدو سره د داسې يو بهير په خلاف يو ټريبيون کېدې شي، په خاصه توګه که د اجتماعي سائيټونو او رسنيو او سوشل مېډيا لخوا وي او په نتيجه کښې د دغو مسائلو په باره کښې د مسلمانانو د ملګرتيا، يووالي او غږملتيا مضبوطېدو سبب شي او همدارنګ د صهيونېسټ رژيم او امريکې د اهدافو او مقاصدو په ضرر تمام شي او د آل سعود دغه فېصله په دقيقه توګه د داسې دسيسو له عملي کېدو سره مرسته کوي چې د نړۍ مسلمانان  پکار دي د هغو مختلفو اړخونو، اهدافو او مقاصدو ته متوجه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.