Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66276
تاریخ انتشار : شنبه 5 چنګاښ 1400 ساعت : 12:10:07

امریکا د جولان لوړو په رسمیت له پیژندلو شاتګ کوي

واشنګټن فري بیکن خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د صهیونیسټي نیواکي ځمکې د یوې (۱) برخې په توګه د جولان د لوړو په رسمیت د پیژندلو په زمینه کښې د پخواني ولسمشر ټرمپ د حکومت له فیصلې د شاتګ کولو په حال کښې دی .

د امریکا د پخواني ولسمشر ټرمپ حکومت په دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال کښې نیواکي جولان سیمې د صهیونیسټ رژیم د ځمکې د یوې (۱) برخې په توګه په رسمیت وپيژندلې .

په تیر میلادي کال کښې د امریکا د هغه وخت خارجه وزیر  مایک پمپئو دغو نیواکې سیمو ته سفر وکړ او په رسمي ډول یې ویل چې واشنګټن د جولان لوړو د نیواکي بللو څو لسیزې سیاست  پریښودلی دی .

د نولس سوه اوه شپیتم (۱۹۶۷) میلادي کال له جنګ راهسې اسرائیلو د جولان د لوړو کابو دولس سوه (۱۲۰۰) مربع کلومیټره ځمکې نیولي او هغه یې په نولس سوه یواتیایم (۱۹۸۱) میلادي کال کښې له خپلو نیواکي ځمکو سره یوځاې اعلان کړې .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.