Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66328
تاریخ انتشار : دوشنبه 21 چنګاښ 1400 ساعت : 18:44:16

په يمن ۲۳۰۰ ورځني تيري کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو اعداد و شمار

په صنعا کښې يو حقوقي مرکز په يمن باندې په ۲۳۰۰ ورځني تيري کښې د سعودي ائتلاف د جنايتونو اعداد و شمار خپور کړ.

د الميادين د ننني رپوټ له مخې په صنعا کښې د عېن الانسانيه نومې حقوقو او ودې مرکز اعلان وکړو په دغه موده کښې د سعودي ائتلاف په جنايتونو کښې ۴۳۸۹۱ عامه خلق شهيدان او ژوبل شوي دي.

دغه مرکز زياته کړه، په جنګ کښې همدارنګ د ۳۸۴۲ ماشومانو او ۲۴۰۰ ښځو په شمول ۱۷۱۷۶ عامه وګړي شهيدان او د ۴۲۲۵ ماشومانو او ۲۸۳۲ ښځو په شمول ۲۶۷۱۵ تنه ژوپل شوي دي.

د خپرو شويو شمېرنو له مخې په يمن کښې د ويجاړ شويو تاسيساتو شمېر ۱۰۴۹۶ ته رسېدلے دے، همدارنګ د سعودي تيري ګر ائتلاف حملې د ۱۵ هوائي ډګرونو، ۱۶ بندرونو، ۳۰۸ برېښناکوټونو، ۵۵۳ مخابراتي شبکو اوبو د ۲۳۹۷ ذخيرو او شبکو، د ۱۹۸۳ حکومتي مرکزونو او ۵۲۲۴ پُلونو د ويجاړېدو يا زيانمېدو سبب شوې دي.

په يمن د تيري ګرو حملو د ۲۳۶۶۵ اقتصادی تاسيساتو، ۳۹۶ کارخانو، ۳۵۲ تېل وړونکو کيشتيو، ۱۱۴۷۹ تجارتي مرکزونو او ۴۲۳ د چرګو فارمونو ويجاړي او زيانمني لرلې ده.

د دغه مرکز د اعداد و شمار مطابق د تيري ګر ائتلاف حملې همدارنګ د ۷۹۴۵ ګاډو، ۴۷۲ کيشتيو،د خوراکي موادو د ۹۳۱ ګودامونو، ۳۹۷ پېټرول پمپونو، ۶۸۵ بازارونو، د خوراکي موادو ۸۵۸ ټرکونو، ۵۷۵۳۵۳ کورونو، ۱۷۹ پوهنتوني مرکزونو، ۱۴۴۶ جوماتونو، د سياحت د ۳۶۹ تاسيساتو، د ۳۹۱ روغتونونو او روغتيائي مرکزونو، ۱۱۱۰ سکولونو او تعليمي مرکزونو، ۱۳۵ ورزشي او د لوبو تاسيساتو، ۲۴۸ لرغونو مرکزونو او د ۴۹ رسانه اي مرکزونو د تباهۍ سبب شوې.

د يادونې ده چې په يمن باندې د سعوديانو تېرے خپل اوم کال ته داخل شوےدے.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.