Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66400
تاریخ انتشار : جمعه 8 زمری 1400 ساعت : 22:54:30

امریکا په ماتي سره له عراقه وتلو ته مجبوروو

فارس خبري اژانس وايي د عراق کتائب حزب الله غورځنګ د یوې (۱) بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ د امریکا ترهګر پوځیان باید له عراقه ووځي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ورانکارو قدرتونو له هرډول سلطې سره په پریکنده مخالفت کښې د کتائب حزب الله غورځنګ اصولي دریځ د عراق د ملت په امکاناتو او وسونو باندې ثابت و او وي به .

دغه بیانیه وايي هر څومره چې دباونه او چیلنجونه زیات شي دغه مسله به د کتائب حزب الله لپاره هیڅ خنډ نشي .

په همدې ارتباط د عراق د حزب الله غونډو  امنیتي مسول ابو علي العسکري هم تیره میاشت ویلي وو چې په عراق کښې باید فرقه ايي جنګ پیل نشي ځکه چې له امریکا ، صهیونیسټ رژیم او سعودي عربستان پرته ټول به  په دغه جنګ کښې بایلونکي دي .

هغه وویل مقاومت وتوانید په څو جنګونو کښې  د امریکا په نیواکګرانو د عراق د خلکو اراده وروتپي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.