Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66426
تاریخ انتشار : پنج شنبه 14 زمری 1400 ساعت : 19:28:49

ولسمشر غني په تهران کې د ایران له غوره شوي ولسمشر سره وکتل

ولسمشرۍ ماڼۍ په ډاګه کړې؛ نن سهار پنجشنبه (د زمري ۱۴) ولسمشر غني د تهران په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت له غوره شوي ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي سره وکتل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د غونډې په بهیر کې آیت الله سید ابراهیم رییسي له افغان حکومت څخه د ملاتړ د دوام او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع او هڅو ټینګار کړی دی.

آیت الله ابراهیم رییسي ویلي: مونږ د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او د سولې د بهیر ملاتړ کوو؛ ګاونډ هېوادونه په ځانګړي توګه افغانستان زموږ په بهرني سیاست کې د ټینګار وړ ځای لري.

دغه راز ولسمشر  غني د ایران له مرستو او همکاریو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو له کوربتوب د ستاینې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراخولي یې ټینګار کړی دی.

ټاکل شوې، چې ولسمشر غني به نن شپه د ایران د غوره شوي منتخب ولسمشر ډاکټر سید ابراهیم رییسي د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې د اسلامي شورا په ودانۍ کې به ترسره شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.