Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66487
تاریخ انتشار : دوشنبه 25 زمری 1400 ساعت : 20:33:54

طالبان له انتقالې حکومت سره مخالفت کړي/ اشرف غني: د وینو د تویدو د مخنیوی په موخه مي کابل پرېښودی

تیره ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پلازمېنې ته د طالبانو له ننوتو سره هم‌مهاله په یوه ځانګړې الوتکه کې له هېواده ووت.

اشرف غني تېره شپه پر خپله رسمي فې‌سبوک پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي، که له کابله نه‌وی وتلی، دا شپږ ملیوني ښار به له لویې بشري فاجعې سره مخامخ شوی وی او د وینې د سېلاب د مخنیوي لپاره‌یې غوره وګڼله چې هېواد پرېږدي.

د افغانستان ولسمشر زیاته کړې چي د تورې او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی او اوس د وطنوالو‌ د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسؤل دي. مګر د زړونو مشروعیت دوی نه‌ده ګټلی.

د افغانستان ولسمشر ویلي، طالبان اوس له یوه نوي تاریخي ازموینې سره مخامخ دي چې یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي.

اشرف غني په ښکاره د خپلې استعفا په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د پيغام په پای کې یې لیکلي "زه به همېش د خپل ولس خدمت ته له فکري لحاظه او د برنامو د مطرح کولو له لارې دوام ورکړم".

د اشرف غني د حکومت شریک او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هغه ته د "مخکېني ولسمشر" خطاب کړی دی.

د افغانستان د مصالحې د شورا مشر ویلي: "اوسنیو شرایطو کې یوازنی شی چې له تاسو یې غواړم هغه دا ده چې د خدای په مرسته خپله ارامتیا وساتئ. دا چې مخکېني ولسمشر افغانستان پرېښود او خلک او هېواد یې له داسې یوه حالت سره مخامخ کړل خدای به ورسره محاسبه کوي او د افغانستان خلک به هم خپل قضاوت وکړي."

طالبان پرون د ورځې په ترڅ کې کابل ته راغلل او ماښام مهال ځینو رسنیو له هغې ډلې الجزیزې ټلوېزیون داسې وېډیویي راپور خپور کړ چې ښيي وسله‌وال طالبان ارګ ته ننوتلي دي.

د طالبانو د تحریک مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر هم بېګا ناوخته پر خپلو وسله‌والو غږ وکړ چې دامتحان وخت‌یې رارسېدلی او باید د خلکو خدمت او امنیت ته ورودانګي.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته به سیاسي ګامونه څه وي او د واک انتقال به څه ډول ترسره کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه ویلي چې د واک د سوله‌ییز انتقال او ګډوډیو د مخنیوي لپاره د همغږۍ درې کسیزه شورا جوړه شوې.

دې شورا کې خپله حامد کرزی، د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غړیتوب لري خو حکمتیار بیا له بی بی سي سره په مرکه کې د یادي شورا شتون رد کړاو ویې ویل چي طالبان د انتقالې ادارې له جوړېدو سره مخالفت کړي.

د بلي خوا بیا طالبان اعلان کړي چي انتقالي اداره نه مني او ډېر ژر به د اسلامي امارت د جوړېدو اعلان وکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.