Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66496
تاریخ انتشار : دوشنبه 25 زمری 1400 ساعت : 20:54:22

په افغانستان کې په امریکایانو باندې د احتمالي برید په وړاندې د جان کربي غبرګون

د امریکې د دفاع وزارت ویاند اعلان وکړ چي په افغانستان کې په خپلو ښاریزو باندې هر ډول برید ته به جدي ځواب ورکړي.

د تاس د خبري اژانس له راپور سره سم په افغانستان کې د امنیتي حالاتو له خرابېدو او د کابل له سقوط وروسته د امریکې د دفاع وزارت ویاند له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر په ګړندیتوب باندې په ټینګار سره وویل: په افغانستان کې زموږ د ماموریت په وړاندې هر ډول ګواښ سره به جدي چلند وشي او زموږ په وګړو باندې هر ډول برید ته به سخته ځواب ووایو.

کربي زیاته کړه چي تر دې مهال په سلګونو ملکي وګړي، ډیپلماټان او امریکایي ښاریز له افغانستان ایستل شوي دي لیکن د هغو ملکي وګړو د ایستلو لپاره چي د طالبانو له ګواښ سره مخي دي هڅې رواني دي.

د امریکې سفارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي د کابل په هوایي میدان باندې ډزې شوي دي خو له هغه نه وروسته هیڅ ډول رسمي راپور نه دی خپور شوی.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپاره شویو عکسونو او وېډیو له مخې د کابل په هوایي میدان کې په زرګونو ملکي وګړي راغونډ شوي دي او له کابل څخه د تیښتې په لټه کې دي.

د وروستیو راپورونو له مخې اشرف غني چي تېره ورځ له افغانستان ووتی اوس د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.