Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66540
تاریخ انتشار : جمعه 12 وږی 1400 ساعت : 22:47:41

د صهیونیسټانو هرډول نوی تیری به غاښ ماتونکی ځواب وويني

له دې مخکې  د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  یوه مشر احمد المدلل  هم وئیلي ، دغه غورځنګ به  د اسرائیلي رژيم په وسیله دغزې تړانګې دکلابندۍ په وړاندې  نندارچي نه وي  او دمقاومت ډلې  ددغې کلابندۍ  ماتولو ته ژمنې دي .   

 المسیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی ،و دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ  حماس د سیاسی دفتر مشر یحی السنوار  نن په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ده ،  په غزې کې مقاومتي ځواکونه ،  د اسرائیلي رژيم د هر ډول نوي تیري  د مقابلې لپاره تیار دي  او  ددغه رژيم دپوځ د غافلګیر کونې لپاره ډ ير څه شته دي .

  السنوار ټينګار کړی ،  د حماس غورځنګ  د پوځي څانګې  عزالدین قسام  کنډکونه ،له صهیونیسټي  پوځ سره  په هرډول راتلونکي جنګ کې  د  غافلګیر کونې ډير څه  موجود دي .

 په غزې تړانګې کې دیره دځوانانو یوه میداني قوماندان  هم ټينګار کړی دی ،  دمونږ غوښتنې روښانه دي ، او  باید  د غزې تړانګې په هره بڼه کلابندي لیرې شي  او ژوند دې د ۲۰۰۵کال څخه مخکې پړاؤ ته وګرځي  او  لاښه بڼه دې ولري .

له دې مخکې  د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  یوه مشر احمد المدلل  هم وئیلي ، دغه غورځنګ به  د اسرائیلي رژيم په وسیله دغزې تړانګې دکلابندۍ په وړاندې  نندارچي نه وي  او دمقاومت ډلې  ددغې کلابندۍ  ماتولو ته ژمنې دي .  


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.