Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66541
تاریخ انتشار : جمعه 12 وږی 1400 ساعت : 22:52:51

ایران د افغانستان د مظلوم او مسلمان ملت پلوی دی

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په ټولو حالتونو کښې د افغانستان د مسلمان او د مظلوم ملت پلوي دی او له حکومتونو سره زمونږ اړیکې له ایران سره د هغوې له کړچار او اړیکو سره اړه لري .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علي خامنه اي له نوي ولسمشر او د کابینې له غړیو سره په کتنې کښې امریکایان د ډيپلوماسۍ د ډګر او تر مسکا شاته او د ځان په حقه د ګڼونکو خبرو شاته وحشي او دړونکي لیوان وبلل او زیاته یې کړه البته کله نه کله هم د لومبړۍ په شان حیله ګر دي چې بیلګه یې د افغانستان د نن ورځې حالت دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علي خامنه اي افغانستان د ایران  ورور ، هم ژبې ، هم دینه او همکلتوره هیواد وباله او د کابل د هوايي ډګر د تیرې پنجشنبې ورځې د حملو په  شان د افغانستان د خلکو په مشکلاتو باندې د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره یې  وویل د افغانستان د خلکو دغه مشکلات او سختیانې د امریکا کار دی چې شل (۲۰) کاله یې دغه هیواد په نیواک کښې و او په خلکو یې ډول ډول ظلمونه وروتپل .

هغه حضرت ټینګار وکړ امریکا د افغانستان د پرمختګ لپاره یو(۱) قدم هم وانیخست او افغانستان نن سبا د  مدني او د ابادونې د پرمختګونو له پلوه که چیرې له تیرو شلو (۲۰)کلونو شاته نه وي نو  مخکی هم نه دی .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علي خامنه اي د نوي حکومت غړیو ته په وینا کښې په بهرني سیاست کښې د دوه چنده  تحرک پرضرورت باندې ټینګار سره وویل په ډيپلوماسۍ کښې اقتصادي اړخ باید پیاوړی شي هماغه ډول چې په ډيرو هیوادونو کښې ولسمشر په خپله اقتصادي ډيپلوماسۍ تعقیبوي باید د هیواد اقتصادي ډيپلوماسۍ په دغه نظر سره پیاوړي شي .

هغه حضرت له پینځلسو (۱۵) ګاونډیو هیوادونو او له یو (۱) دوو(۲)موردونو پرته د نړۍ له ډیرو نورو هیوادونو سره د ایران د خارجی تجارت پراخول ضروري او د امکان وړ وبلل او ټينګار یې وکړ ډيپلوماسۍ باید له اټومي مسلې سره اړونده او تر اغیز لاندې ورنه ولو ځکه چې اټومي موضوع جلا مسله ده چې باید  د هیواد له شان سره سم  او مناسب ډول حل شي  .

د اسلامي انقلاب ستر لارښود جوته کړه امریکایانو  په اټومي مسلې کښې واقعا له حد څخه زیاته بې شرمۍ کړي ده لکه څرنګه چې د ټولې دنیا په وړانډې له اټومي تړون ووتله او همدا اوس داسې خبرې کوي چې نور هیوادونه یې پوروړي دي او ته وا چې د ایران اسلامي جمهوریت له اټومي تړون وتلی او خپلې ژمنې یې ماتي کړي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې له اټومي تړون د امریکا له وتلو وروسته تر ډیرې مودې پورې ایران په خپلو ژمنو عمل ته دوام ورکړ او څه موده وروسته او د نورو هیوادونو د پام د جلبولو لپاره یې ټولې نه بلکې ځینې اټومي ژمنې کمې کړې .

هغه حضرت په کارړنګونو او بداخلاقۍ کښې له امریکا سره یوځاې د اروپايي هیوادونو ونډه  له امریکا کمه ونه بلله او جوته یې کړه اروپايي هیوادونه هم د امریکا په شان دي خو په خبرو او خولې چلولو کښې تل داسې خبرې کوي چې نور هیوادونه یې پوروړي دي او ته وا چې دا ایران دی چې مودې مودې یې خبرې مسخره کړي دي او ژمنې یې تر پښو لاندې کړي .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی امام سید علي خامنه اي زیاته کړه د امریکا اوسنی حکومت له پخواني حکومت سره هیڅ فرق  نلري ځکه چې په اټومي کښې هغه شی چې له ایران څخه یې غواړي په یوه(۱) بله ژبه  هماغه شی دی چې پخوانی ولسمشر ټرمپ له ایران څخه غوښت  او هغه وخت د ایران چارواکو په نا عاقلانه توب باندې ټینګار سره د امریکا د هغو غوښتنو منل ممکن نه بلل .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.