Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66551
تاریخ انتشار : شنبه 13 وږی 1400 ساعت : 10:18:02

د لبنان حزب الله: د ایت الله حکیم مړینه د اسلامي نړۍ لپاره لوی خسران دی

د لبنان حزب الله د یوې بیانیې په صادرولو سره په عراق کې د اهل تشیع د لوی مرجع مړینه یې د اسلامي نړۍ لپاره لوی خسران بللی دی.

د لبنان د حزب الله په بیانیه کې راغلې: اسلامي نړۍ نن د ستر فقیه او وتلی عالم ایت الله العظمی سید محمد سعید حکیم د مړیني په خبر سره خواشینې شوه.

هغه د یکتاپرستی او د دینی حوزو د لوړتیا او د اسلامي نړۍ د پېښو په زمینه کې د یو عمر اوږدو مبارزاتو وروسته وفات شو.

ایت الله سید محمد سعید حکیم د نجف اشرف له لویو مراجعو وو چي د جمعې ورځ د زړه د درېدنې د امله وفات شو.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.