Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66563
تاریخ انتشار : يکشنبه 14 وږی 1400 ساعت : 18:54:27

د امریکا لوی درستیز په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې اټکل کوي

خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ، دې ته په پام چې امریکا به په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، په دې برخه کې د استخباراتي معلوماتو ټولول به ګرانه وي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي وویل په افغانستان کې د یوه پراخ کورني جنګ احتمال شته چې کېدای شي ورسره تروریستي ډلې بیا دې هیواد ته راشي او ځانونه منظم کړي.

جنرال مارک میلي، په جرمني کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل«زما پوځي اټکل دا دی چې احتمالاً افغانستان د یوې کورنۍ جګړې په لور ځي.

د امریکا لوی درستیز زیاته کړه نه پوهېږم چې طالبان به ځان تثبیت او یو حکومت، چې پر ټول افغانستان کنټرول ولري، جوړ کړای شي او که نه.»

ده اندېښنه وښوده چې تروریستي ډلې به په افغانستان کې له ګډوډۍ او د وضعیت له بې ثباتۍ د ځان د بیا تنظیمولو لپاره ګټه واخلي.

طالبانو چې په څو ورځو کې د کابل په شمول د افغانستان ګڼ ولایتونه تقریباً بې جګړې ونیول، په وروستیو شپږو ورځو کې په پنجشېر کې له مقاومت سره مخامخ دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز همداراز ویليفکر کوي چې حداقل په افغانستان کې د یوې پراخې کورنۍ جګړې د پېښېدو ډېر زیات احتمال شته او هغه به په حقیقت کې د داسې شرایطو سبب شي چې القاعده یا د داعش څانګه یا نور تروریستان ځانونه بیا منظم کړي.

جنرال مارک میلي په کلکه وویل، تاسو به د ۱۲، ۲۴ یا ۳۶ میاشتو په منځ کې ووینئ چې تروریستي ډلې به ځانونه بیا په سیمه کې منظمې کړي. موږ به دا شرایط تر نظر لاندې ساتو.

د امریکا د پوځ له لوی درستیز څخه د فاکس نیوز خبریال وپوښتل چې ایا دا امکان شته چې په افغانستان کې د تروریستي ډلو له بیا منظمېدو وروسته امریکا دې هیواد ته سرتېري واستوي

مارک میلي په ځواب کې وویل دا مسله به په دې برخه کې د پالیسۍ له جوړولو سره تړلې وي.

خو ده په عین حال کې ټینګار وکړ، دې ته په پام چې امریکا به په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، په دې برخه کې د استخباراتي معلوماتو ټولول به ګرانه وي.

جنرال مارک میلي زیاته کړه موږ باید د استخباراتي معلوماتو د ټولولو شبکه بیا جوړه کړو او که د امریکا پر ضد هر راز ګواښ پېښ شو، عملیات به وکړو.

امریکا په افغانستان له ترهه ګرۍ ، نشه ایزموادو له تولید او قاچاق سره د مبارژې په پلمه دغه هیواد ونیوه او اوس له شلو کلونو وروسته په بې شرمانه ماتې سره له دغه هیواده ووتله .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.