Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66564
تاریخ انتشار : يکشنبه 14 وږی 1400 ساعت : 19:02:19

ګوګل د افغانستان د حکومت لسګونه ایمیلونه په موقتي ډول بند کړي

ګوګل وايي چې د مالیې، صنایعو، لوړو زده کړو او کانونو د وزارتونو په شمول شاوخوا ۲۴ تنو افغان چارواکو د رسمي ایمیلونو لپاره د ګوګل له ایمیله کار اخیست.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ګوګل د افغانستان د حکومت ځینې ایمیلونه په موقتي ډول بند کړي دي.

ګوګل کمپنۍ دا کار د دې لپاره کړی چې طالبان د پخواني حکومت د چارواکو حساس معلومات ترلاسه نه کړي.

ګوګل په یوه بیان کې ویلي چې د اړوندو ایمیل اکاونټونو د خوندیتوب لپاره یې دا اقدام په موقتي ډول کړی دی.

ګوګل وايي چې د مالیې، صنایعو، لوړو زده کړو او کانونو د وزارتونو په شمول شاوخوا ۲۴ تنو افغان چارواکو د رسمي ایمیلونو لپاره د ګوګل له ایمیله کار اخیست.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم له ګوګل څحه کار اخیست.

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان شاوخوا نهه نیم ملیارد ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې ده.

ګومان کېږي چې امریکا به تر هغو د افغانستان بانکې پشتوانه او اسعاري زطرمه ازاده نه کړي چې په افغانستان کې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ حکومت جوړ شوی نه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.