Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66565
تاریخ انتشار : يکشنبه 14 وږی 1400 ساعت : 19:04:29

د افغانستان بدلونونه د امریکا او د ناټو د ماتي نښه ده

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان اوسني حالات د امریکا او دناټو ماتي او ناتواني وبلله .

هغې وویل د افغانستان اوسنیو حالاتو د اقداماتو د غږملتیا او د  اغیز شیندونکی پلانونې لپاره د امریکا او د ناټو تړون ناتوانۍ په ښه ډول ښکاره کړه .

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل امریکا د یوه (۱) ستر قدرت په توګه خپله وړتیا له لاسه ورکړي ده او ناټو تړون هم د نړیوال نظام په تضمین کښې د مشرۍ د رول د لوبولو د ادعا کونکي او د یوه (۱)پوځي او سیاسي بهیر په توګه له بشپړه ماتي سره مخامخ شوی دی .

له افغانستان څخه د امریکا او د نورو خارجي عسکرو له بیړې په ډک ډول او بې  شرمۍ سره وتلو او په دغه هیواد باندې د طالبانو د کنټرول په وجه په افغانستان کښې د لاسوهونکو لویدیځو هیوادونو لخوا د نیوکو څپه رامینځته کړي ده .

امریکا او ملګرو یې په داسې حال کښې له افغانستان څخه شاتګ وکړ چې دغه لشکر کشۍ په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ ، د جنګ د تاوتریخوالي ، بې ثباتۍ او د ناامنۍ له زیاتیدا او د  زرګونو خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ ګټه نه ده لرلي .

د افغانستان اکثره خلک د هیواد اوسنی حالت د امریکا د ماتي خوړلي سیاستونو له کبله ګڼي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.