Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66576
تاریخ انتشار : دوشنبه 15 وږی 1400 ساعت : 18:14:12

‎له امریکايي اتباعو او ژباړونکو څخه ډکې شپږ الوتکې په مزارشریف کې د پرواز اجازې ته منتظرې دي

رویټرز خبري اژانس وايي چې شپږ تجارتي الوتکي چې تر ۱۰۰۰ زیات کسان په کې سپاره دي له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پراوز اجازه نه لري او د مزارشریف په هوايي ډګر کې ولاړې دي.

د دغو پروازونو منتظیمینو رویټرز خبري اژانس ته پروازونو د ناوخته کیدو مسوولیت د امریکا په بهرنیو چارو وزارت اچولی دی.

دوی ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت طالبانو څخه د پروازونو اجازه نه ده اخیستې او له همدې کبله امریکايي چارواکو ددغو مسافرو ژوند په خطر کې اچولی دی.

خو رويټرز ته یو امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په یادو الوتکو کې هیڅ امریکايي نشته دی او نه هم د کوم امریکايي ژوند ته خطر متوجه دی.

هغه زیاته کړې چې په مزارشریف کې د دوی استازي نشته دی څو د مزارشریف هوايي ډګر کې د امریکايي اتباعو شتون تایید کړي او هم دا تایید کړي چې دغه الوتکې چېرته ځي.

تېره ورځ د امریکا نماینده ګانو د مجلس یو استازي ویلي وو چې د مزارشریف په هوايي ډګر کې شپږ الوتکې ولاړې دي چې په کې امریکايي اتباع او د هغوی ژباړن هم شامل دي. هغه ویلي چې دغه الوتکې د طالبانو اجازې ته منتظرې دي څو پرواز وکړي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د رویټرز د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.