Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66580
تاریخ انتشار : دوشنبه 15 وږی 1400 ساعت : 18:19:14

خطیب زاده: ایران د افغان ولس څخه ملاتړ کوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چي ایران د سولي او د ثبات د ټینګولو په لړ کې د افغانستان د ولس تر څنګ پاته کیږي.

سعید خطیب زاده په یوه خبري غونډه کې وویل چي د ګاوڼدي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د افغانستان د حالاتو پوري اړوند ټلفوني خبري اترې وکړې.

هغه زیاته کړه چی ایران یوازې د افغانستان د ولس ارادې او غوښتنو ته په درناوی سره په دغه هیواد کې د امنیت له راتلو سره مرسته کوي.

خطیب زاده په پنجشېر باندې د تیري شپې بریدونو ته په اشارې سره ویلي چي اندېښمنوونکي راپورونه تر لاسه کړې، د مقاومت د رهبرانو په شهادت رسولو او دغه ډول بریدونه په کلکو ټکو سره غندوو، په دغه بریدونو کې د بهرني عواملو لاسووهنې تر څېړنې لاندې دي، ټول باید دا مساله درک کړي چي په دغه هیواد کې د بهرنیانو مداخله تل له ماتي سره مخ شوي دي.

هغه د دې په بیانولو سره چي د افغانستان خلګ غیرتمن او خپلواک غوښتونکي دي، وویل: بهرني لاسووهنې محکوم دي، د پنجشېر  د مسالې حل باید د سیاسي لاري وشي، ورور وژنه باید ودریږي، طالبان باید په خپلو ژمنو پاتي شي، د پنجشېر خلګو ته لوږې ورکول او برق بندول له بشري حقونو سره اړخ نه لګوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت وویل: جدی خبرداری ورکوم چي سره کرښې باید رعایت شي، ایران له نږدې څخه د افغانستان بدلونونه څاري، د سیمي او نړیوال هیوادونه د افغانستان د ثبات د تضمینولو مسئولیت لري.

خطیب زاده زیاته کړه: له افغان ډلو سره مرسته کوو چي په افغانستان کې پایداره سوله ټینګه کړي، لکه څرنګه چي د رهبری معظم رهبر وویل چي د ایران او د نړیوالو چلند څرنګوالې د راتلوونکې ادارې او د واک په سر د افغان ډلو له چلند سره تړاو لري، هر څومره چي هغوی مسئولانه چلند وکړي په همهغه کچه له ایران او له نړیوالو څخه به ور ځواب تر لاسه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.