Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66594
تاریخ انتشار : پنج شنبه 18 وږی 1400 ساعت : 18:34:58

بلینکن: که طالبان خپلې ژمنې پوره کړي امریکا ورسره کار کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې که طالبانو حکومت خپل تعهدات او وجایب سرته ورسوي، امریکا کولای شي چې له طالبانو سره کار وکړي.

انتوني بلینکن د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې دوی د افغانستان له اینده حکومت څخه دا تمه او توقع لري چې بشري حقونو ملاتړ به وکړي او که طالبان دغه کار وکړي دوی کولای شي چې د طالبانو سره کار وکړي.

بلینکن په افغانستان کې د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه وویل چې د نوي حکومت رسمیت پيژندنه د طالبانو په کړنو تکیه ده نه دا چې طالبان څه وايي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د سرپرست حکومت د اعلان په غبرګونو کې ویلي چې دوی د طالبانو د اعمالو په اړه قضاوت کوي نه د هغوی په کلماتو. هغه زیاته کړې چې موږ ټولو ته دا واضحه کړې چې افغانان د یو ټولشموله حکومت مستحق دي او همدا راز طالبان باید د افغانستان خاوره د بل هر هیواد خلاف استفاده نه کړي.

د یادونې وړ ده چې د وږي په ۱۶مه د افغانستان اسلامي امارت د نوي‌ سرپرست حکومت تشکیلات اعلان کړل.

د نوي تشکیلاتو له مخې ملا محمد حسن اخوند صدراعظم، ملا برادر او ملا عبدالسلام حنفي مرستیالان، ملا یعقوب دفاع وزیر، ملا سراج الدین حقاني کورنیو چارو وزیر او قاري فصیح الدین لوی درستیز ټاکل شوي دي.

د نوي حکومت په اړه تر دې دمه چین، ازبکستان، سعودي او پاکستان مثبت غبرګونونه ښودلي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.