Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66605
تاریخ انتشار : جمعه 19 وږی 1400 ساعت : 19:25:05

له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې یو ضرورت دی

 د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له طالبانو سره د خبرو اترو د شرایطو د ساتلو لپاره له نړیوالې ټولنې د غوښتنې په ترڅ کښې خبرداری ورکړ باید د داسې اقتصاد چې د میلیونو خلکو د مړینې عامل کیدلی شي د دړې وړې کیدا مخه ونیسو .

هغه له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل مونږ باید له طالبانو سره خبرې وکړو چې د هغو په چوکاټ کښې په خپلو اصولو نیغ په نیغه ټینګار ولرو داسې خبرې چې د افغانستان له خلکو سره د پیوستون د احساس پراساس وي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش یادونه وکړه ملګري ملتونه په افغانستان کښې د داسې  پراخ بنسټه حکومت جوړیدل غواړي چې د ټولنې ټولې پرګنې پکښې ګډون ولري .

هغه دغه راز په دې خبرې باندې ټینګار سره چې مونږ باید د بشري حقوقو د ښځو او د انجلیو د حقوقو احترام وکړو وویل ترهګر باید په نورو هیوادونو باندې د حملو لپاره په افغانستان کښې پناه ځای ونري او طالبان باید د نشه ییزو موادو له قاچاق سره د مقابلې په عملیاتو کښې ملګرتیا وکړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.