Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66611
تاریخ انتشار : شنبه 20 وږی 1400 ساعت : 13:37:59

امریکا: که ملي ګټې ایجاب کړي، له طالبانو سره تعامل کوو

داسې مهال چې په هیواد کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوري نوی حکومت اعلان شوی؛ امریکا وایي، له طالبانو سره هغه وخت تعامل پيلوي چې د هیواد ملي ګټې یې ایجاب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نیډ پرایس» تېره ورځ‌ په واشنګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي «تاسو به زموږ له حکومت او نورو حکومتونو هم اورېدلي وي، کله چې زموږ ملي ګټې ایجاب کړي، موږ به له طالبانو سره تعامل وکړو.»

ده وړاندې زیاته کړې، چې څو ورځې وړاندې د جرمني‌ او امریکا په کوربتوب د یو شمېر هیوادونو د وزیرانو تر منځ مجلس رابلل شوی وو، او هلته هم ورته نظر موجود وو.

پرایس د افغانستان په تړاو د پاکستان د دریځ په اړه وویل، چې هغوی زموږ د نورو متحدینو په څېر نظر درلود او ټینګار یې دا وو چې په افغانستان کې باید د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورنکړل شي.

امریکا داسې مهال په مشروط ډول له طالبانو سره تعامل ته چمتووالی ښيي، چې هیواد د افغانستان د اسلامي امارت تر واک لاندې دی او تازه یې خپله کابینه هم اعلان کړې.

طالبان وايي، د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکي غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان له خاورې نورو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.