Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66632
تاریخ انتشار : دوشنبه 22 وږی 1400 ساعت : 18:36:21

له ایران سره پر موافقې د ګروسي ټينګار او د واکمنې شورا فعالیتونه

د  ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې  د ایران استازي کاظم غریب آبادي ، څو ورځې  مخکې  د ایران په باب د دغه آژانس د د هرډول کرغیړن اقدام د پایلو په باب  خبرداری ورکړی  دی .

 د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس مشر د یکشنبې په شپه له تهرانه د بیرته ستنیدا په وخت ووئیل ،دغه څارونکي اورګان،یوې موافقې ته د رسیدا له لارې له ایران سره ترټولومهمه  او ضروري موضوع  حل کړې ده  چې دا چاره،  د پراخو ډيپلوماټيکو  هلوځلو لپاره   فضا برابروي .

 رافایل ګروسي همداراز ووئیل  چې د یکشنبې ورځې موافقه  د ایران د ایټمی فعالیتونو په باب د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  پلټونکو ته د اطلاع رسونې د بهیر د دوام په معنا  ده او د اطلاع رسونې او لاس رسي بهیر ډیر زر ترلاسه کیږي .هغه  همداراز ټينګار وک،د آژانس د واکمنې شورا په راتلونکي ناستې کې د ایران په ضد د پریکړه لیک  صادریدا ته هیڅ ضرورت نشته .

ایران ته د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس   عمومي مدیر یوه ورځنی سفر او دایران د ایټمي انرژۍ د ادارې  له نوي مشر محمد اسلامی سره  دهغه خبرې اترې  او شوي موافقه ،  په حقیقت کې  له آژانس سره د  تعامل او ملګرتیا په زمینې کې  د تهران دښه نیّت نښه ده . ددې  په ترڅ کې چې  دا چاره ،د ایران په ضد  دامریکا دیواړخیزو بندیزونو دلغوه کیدا له لارې  د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې  د احیاء په زمینې  کې او همداراز د  تهران له خوا د نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیاؤ  د بیرته اجرا په مقابل کې  یوې موافقې ته  د رسیدا لپاره   د  ویانا د خبرواترو د نوي پړاؤ په درشل کې  د ایران د جدیّت یوه بله بیلګه ده . په دې باب د ایران او آژانس په ګډې اعلامیې کې  چې له لیدوکاتو وروسته خپره شوې ، ذکر شوي دي ، لورو،د متقابل اعتماد او ملګرتیا  او د هغو د دوام  داهمیّت   د روح او همداراز په یوې رغنده او تخنیکي فضاکې په خپل مینځیو  موضوعګانو باندې د غورد ضرورت  یادونه  کړې او بیا ورباندې ټينګار وشو.ددغې اعلامیې په اساس،د آژانس پلټونکو ته اجازت ورکول کیږي  څو د مشخص شوو څارونکو تجهیزاتو  دتخنیکي سروس په او د هغود حافظې د کارډونو د بدلولو په نسبت چې په ګډ مهر او لاک کونې سره به په ایران کې وساتل شي،اقدام وکړي .دواړو لورو ددغه اقدام د ترسره کولو دڅرنګوالي او وخت په باب هم سره موافقه کړې ده.

 په وروستیو اونیو کې  لویدیځوالو، له آژانس سره د ایران د ملګرتیا دنه کولو  او د ایران پر ایټمي فعالیتونو د دغه  ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  د څارنو د کمیدا په باب د بې اساسه او تکراري تورونو په مطرح کولو او د آژانس د  واکمنې شورا په راتلونکي ناستې  کې  د ایران په ضد د نوي پریکړه لیک د صادرولو  موضوع مطرح کړې وه .خو د لویدیځ دغه غوښتنه ، دروسیې له سخت مخالفت سره مخامخ شوې ده . په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې  د روسیې استازي میخائیل اولیانوف  روښانه کړې ده ،  چې ماسکو   د  آژانس په واکمنې شورا کې  دایران په ضد د هرډول احتمالی پریکړه لیک  ته به منفی رایه ورکړي .د هغه په وینا،پریکړه لیک ته هیڅ ضرورت نشته  ،ځکه    نه یوازې څه معنا نه لری ، بلکې  ډير تاوان اړونکی  هم دی .په عین حال کې  د رافایل ګروسي  سفر په داسې حال کې ترسره شوی چې هغه  له دې مخکې له مخکې په ځينو نه اعلان شوو سایټونو کې د ریډیو ایکټیو ذرو  د شتون تورونو ته د ایران د ځواب نه ورکولو او همداراز  دآژانس څارونکو تجهیزاتو ته د نه لاس رسي په دلیل  اندیښنه څرګنده کړې وه .  ددغو ادعاګانو مطرح کیدا لامل شول څو ایران یو ځل بیا  د بې پلوه اصل  د رعایتولو د ضرورت په باب آژانس ته یو ځل بیا خبرداری ورکړي . په دې لړ کې د  ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې  د ایران استازي کاظم غریب آبادي ، څو ورځې  مخکې  د ایران په باب د دغه آژانس د د هرډول کرغیړن اقدام د پایلو په باب  خبرداری ورکړی  دی .  ټاکل شوې ده ، د واکمنې شورا په راتلونکي ناستې کې ، د رافایل ګروسي د سیف ګارډز  راپور او د آژانس دوه راپورونه  وارزول شي .  

 اوس تهران ته د  آژانس دعمومي مدیر په سفر او له ایران سره  په موافقې سره، دایران په ضد د   پریکړه لیک د مطرح کولو  لپاره  او  د واکمنې شورا په راتلونکي غونډې  کې  ئې د تصویبولو په اړه   د هڅې په باب  د امریکا او اروپا له خوا د هرډول پلمه جوړونې  لاره  بنده شوې ده . ددې په ترڅ کې چې د ایران پر ایټمي فعالیتونو د څارنې  په زمینې کې له آژانس سره  د موافقې په زمینې کې  د ایران د مثبت اقدام او ښه نیّت ښودل ،  باید  لویدیځي لوری په تیره بیا  امریکا په دې ټکي  پوهه شي  چې تهران  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  د احیاء په زمینې کې  له لویدیځوالو سره  داختلافاتو  د حل کولو په زمینې کې صداقت لري  او اوس  وار،د ایران او آژانس  له وروستۍ موافقې د ا روپایانو   هرکلي ته په پام سره د دوي  وار دی چې  واشنګټن  بانډې د ایران په ضد د بندیزونو د لغوه کولو په زمینې کې دباؤنه واچوي . ددې په ترڅ کې  امریکا هم  که واقعا  د ایران له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د ژمنتیاؤ په باب داجرا غوښتونکي وي،نو باید  په دې زمینې کې  د ایران شرط،یعني د یو اړخیزو  بندیزونو لغوه کول دې زر ترزره عملي  کړي. 


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.