Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66635
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:20:36

خلیلزاد: د غني تېښتې د واک د انتقال په موخه له طالبانو سره کېدونکی توافق له منځه یووړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، له طالبانو سره د یوه داسې توافق په ترسره کېدو کار روان وو، چې په اساس یې هغوی د کابل له نیولو منع کېدل؛ خو د غني تېښتې دا توافق په وروستۍ شېبه کې له منځه یووړ.

د اګست پر پنځلسمه نېټه د کابل د پخواني رژيم مشر «اشرف غني» له افغانستانه وتښتېد او کابل یې یوه ناڅرګند برخلیک سره‌ پریښود.

سره له دې چې طالب امنیتي‌ ځواکونه د کابل ښار دروازو ته رسېدلي وو، خو کابل ښار ته له ننوتلو یې ډډه کوله، مګر د غني تېښتې او کابل کې د چور او تالان پیلېدو هغوی اړ کړل د کابل ښار د امنیت چارې په لاس کې واخلي.

زلمي خلیلزاد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې «فاینانشیل ټایمز» مجلې ته ویلي، چې په قطر کې له طالبانو سره په داسې یوه توافق کار روان وو چې په اساس یې هغوی د کابل له نیولو منع کېدل او واک به د غني په واسطه د یوې پروسې له لارې انتقالېده؛ خودده له قوله، غني‌ وتښتېد او دا توافق یې په وروستۍ شېبه کې له منځه یووړ.

ده وړاندې زیاته کړې، چې د غني د تېښتې د اوازو له خپرېدو وروسته په کابل کې شته امنیتي ځواکونو د امنیت له نیولو لاس واخیست، امنیتي خلا‌ رامنځته شوه او هماغه وو، چې طالبان کابل ته ننوتل، تر څو واک په لاس کې واخلي.

د خلیلزاد له قوله، کله چې غني وتښتېد، امنیتي‌ ځواکونه هم له دندو په شا شول «طالبانو له موږ وپوښتل چې کابل اوس بې سرپرسته دی، د امنیت او نظم مسئولیت یې تاسو په غاړه اخلئ؟ څنګه چې موږ له دې کار ډډه کوله، هماغه وو چې طالبان کابل ته ننوتل، تر څو د امنیت سرپرستي وکړي.»

خلیلزاد هغه اوازې رد کړې دي، چې ګواکي‌ امریکایانو کابل د یوې معاملې له لارې طالبانو ته وسپاره «نه موږ کله هم هغوی ته په دې برخه کې شین څراغ نه دی ښودلی، دا د امریکایي ځواکونو ماموریت نه وو.»


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.