Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66637
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:22:53

لوی درستیز: د پوځ د جوړېدو په تړاو مشورې روانې دي

د افغانستان لوی درستیز «قاري فصیح الدین مخدوم» وایي، د نوي پوځ د جوړېدو په تړاو سلا مشورې روانې دي‌ او نږدې راتلونکې کې به داسې پوځ جوړ کړي چې د افغانستان ساتنه وکړای شي.

قاري فصیح الدین چې نن یې په کابل کې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، چې د پوځ په جوړېدو له نورو چارواکو سره سلا مشورې روانې دي او داسې یو قوي او منظم پوځ جوړوي‌ چې روزل شوی وي او د افغانستان ساتنه وکړای شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هیچا ته په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ګډوډولو اجازه نه ورکوي او هر هغه څوک چې د «مقاومت، قومیت، له شل کلنو لاسته راوړنو د دفاع او ډیموکراسۍ» په بهانه عامه امنیت خرابول او هیواد په وینو کې لمبول غواړي؛ وبه ځپل شي.

د افغانستان لوی درستیز داسې مهال د نوي پوځ د جوړېدو په اړه د هڅو د دوام خبر ورکوي چې هیواد په بشپړ ډول د افغانستان اسلامي امارت تر واک لاندې دی او حکومت نوې کابینه اعلان کړې.

طالبان وایي، ښایي‌ د تېر حکومت د امنیتي سکتور نخبه ګان او داسې غړي چې «ناوړه سابقه» نه لري، هم نوي پوځ ته جذب شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.