Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66638
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:35:17

طالبان :هیوادونه بشری مسایل له سیاسی مسلو سره مه تړی

له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا ، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی.

زمونږ خبریال راپور راکوی د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقی په خپله لومړنۍ خبری غونډه کې وویل له درستو هیوادونو غواړو د روغتیا، تعلیم ، درملنې ، مهاجرینو او له وچکالۍ سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان د خلکو مرسته وکړی او باید بشری مسایل له سیاسی مسلو سره ونه تړی .

له بلې خوا یونیسف  هم په افغانستان کښې د ماشومانو د مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ برخې (یونیسف) په افغانستان کښې د خوارځواکۍ له خطر سره د مخامخ ماشومانو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه نړیوال ارګان وویل چې په افغانستان کښې څه باندې یو میلیون ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او یونیسف په دې لړ کښې سمدستي مالي ملاتړ ته ضرورت لري.

یونیسف د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له خطر سره د دغو مخامخ شویو ماشومانو د مرستې لپاره دې زرترزره لاس په کار شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.