Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66639
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:36:00

د طالبانو لخوا په افغانستان کښې فوځ د تشکيلولو احتمال

د افغانستان د ټولو قواو اوسني لوے درستيزپه افغانستان کښې په راتلونکو نزديو وختونو کښې د يو عادي فوځ د تشکيلولو خبر ورکړ.

فصيح الدين نن په کابل کښې يوه خبري ناسته کښې وويل، د ګواښونو په وړاندې له افغانستان څخه د دفاع لپاره د فوځ تشکيل زيات اهميت لري.

هغه زياته کړه، هغه کسان چې له ډېموکرېسۍ څخه د ملاتړ او د شل کلنو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د د قوميت  او  مقاومت په نومونو د دغې ډلې په مقابل کښې اودرېدلي دي و به ځپل شي.

خو فصيح الدين د خاصو کسانو او خاصې ډلې نوم وانه خېست خو د طالبانو په لاسو د کابل له نيولو وروسته احمد مسعود له يو شمېر ولسي ځواکونو او د مخکيني ولسمشر د وړومبني معاون امرا... صالح په شمول له تېر حکومت سره پنجشير ته لاړ او د طالبانو په خلاف يې محاذ جوړ کړ. د دغو  ځواکونو د طالبانو په خلاف محاذونه جوړ کړل او په پنجشير او بغلان کښې يې د طالبانو په خلاف د جنګ اعلان وکړ  او قوماندان يې احمد مسعود وويل چې په پنجشير کښې پاڅون د ټول افغانستان لپاره يوسېمبولېک پاڅون دے. له دې وروسته طالبانو په پنجشير باندې خپلې حملې سختې کړې او بالاخره د دغه ولايت مرکز يې د ستمبر په ۶ نېټه قبضه کړ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.