Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66640
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:36:59

د افغانستان بدلونونه او د اروپا په کمزورتیاؤ دجوزف بورل اعتراف

اروپا به په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ  بیّه ورکړي .  دهغو کسانو اصلي برخه چې  افغانستان ئې پریښودلی ،  اروپائي هیوادونو ته به ورمات شی .  امریکا دایما  اوږدمهاله جنګونو ته واریدیږي  او  اروپائي هیوادونه  پناه غواړي مني  او  ساتي ئې .

د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  مسئول جوزف بورل د فرانسې له لومونډ ورځپاڼې سره په مرکه کې  منلې ده چې  په افغانستان کې وروستي بدلونونو یو ځل بیا داروپا کمزورتیا نندارې ته وړاندې کړه . هغه ټينګار کړی ، اروپایان باید  په هغې نړۍ کې چې  پکې ژوند کوي ،هوښیار او ځیر ووسي  او په افغانستان کې  په روستیو بدلونونو پسې نوي کلتوري اوسیاسی سټراټژي وټاکي .  هغه همداراز د اروپائی اتحادئې د  غړو هیوادونو ترمینځ  د اختلافاتو  دحل  او د یوې ګډې سټراټژۍ  د رامینځةکولو په ضرورت ټينګار وکړ .

 د افغانستان  دبدلونونو په سیوري کې د اروپائي اتحادئې دکمزورتیا په ښکاره کیدا د بورل اعتراف  ددې ښودنه کوي  چې  اروپا عملا حتی  د ډونالډټرمپ  په پړاؤ کې د اطلس سمندر دواړو   غاړو ترمینځ د زیاتیدونکي درز  له رامینځةکیدا وروسته  هم  له واشنګټن سره   دخپل اړوندوالي ریشته یا اړیکه  غوڅه نه کړه او  نو ځکه  دافغانستان په بحران کې  عملا د ا مریکا د اقداماتو او غوښتنو پيروئ ته مجبوره شوه . په دې باب د  امریکا د ولسمشر جوزف بایډن  له مخکینیو څرګندونو او ژمنو سره سره  چې د ټرمپ په پړاؤ کې  له ناټو د  ورآخوا   اړیکو  احیاء،  البته د امریکا ډيموکراټيک ولسمشر   له افغانستانه  د لویدیځي عسکرو  د ویستلو په باب دناټو  د اروپائي غړو   نظرونو ته هیڅ  پام ونه کړ  او په دې زمینې کې  په ناسم مدیریّت سره د لوئې اړۍ ګړۍ لامل شو  او بلاخره  په نهایت کې  ئې  په افغانستان کې  د امریکا  او ورسره د  ناټو ځواک  پوځي شتون ته په بې شرمۍ سره  دپاي ټکی کیښود. په داسې حال کې چې  د اروپا او اروپائي اتحادئې  لوړپ،ړو چارواکو د افغانستان دموضوع   او له دغه جنګ ځپلی هیواده دپوځي ځواک د  ویستلو په باب  مختلفې لیدتوګې درلودې  او  د افغانستان د ثبات لپاره  ددغه ځواک د لږترلږه  برخې  د پاتیکیدو غوښتونکي وو .

د روسیې یو سیاستوال او شناندی  الکسي یوشکوف  وائي ؛ اروپا به په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ  بیّه ورکړي .  دهغو کسانو اصلي برخه چې  افغانستان ئې پریښودلی ،  اروپائي هیوادونو ته به ورمات شی .  امریکا دایما  اوږدمهاله جنګونو ته واریدیږي  او  اروپائي هیوادونه  پناه غواړي مني  او  ساتي ئې .

 د اروپایانو له نظره ،د افغانستان تجروبې وښودله چې  نه یوازې اروپائی اتحادیه  د افغانستان د بحران په څير  په بحرانونو کې  دسملاسي لاسوهنې  لپاره دخپل خاص  چټک غبرګون ځواک  جوړونې او عملیاتي کونې ته  اړتیا لري،بلکې باید له دې وروسته  په سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو کې،د  امریکا په پلۀ د پل په کیښودو کې ډير احتیاط وکړي .د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول  جوزف بورل  دستمبر په لومړیو کې هم په دې  زمینې کې روښانه کړې وه چې له افغانستانه د  لویدیځ سربداله  وتل به احتمالا  د اروپا  د ګډ دفاعي ځواک دجوړولو په باب د هلوځلو د چټک  کولو لپاره په یوه  داسې کیټلاټيک Catalytic))بدل شي،چې د چټک ځواک  جوړیدا به ئې یوه برخه وي .بورل باؤري دی چې د امریکا او ناټو په ګټه ده چې اروپا په دفاعي زمینې کې لاقدرتمنه شي ::په دې توګه  داروپائی اتحادئې  لوړپوړي چارواکي،له افغانستانه  د لویدیځي ځواکونو بیړه ناک او لالهانده شاتګ،د امریکا له پوځ سره اړونده بحرانونو کې د پوځي لاسوهنې  توانمنیو ته داروپائي اتحادئې د اړتیا نښه بللې  او  په درستې نړۍ کې د فوري دیره کیدا او لیږدوولو  لپاره په چمتووالي سره  د شل زره کسیز چټک ځواک د جوړیدا  غوښتنه کړې ده  چې ټاکل شوې ده  ددغه شان ځواک د جوړیدا مسوده  تر نومبر پورې  تیاره شي . البته د اروپائي اتحادئې دغه کړچار،د ناټو موسیسې د عمومی منشي  ینس سټولتنبرګ  له جوت مخالفت سره  مخامخ  شوی دی . هغه خبرداری ورکړی،چې  د اروپائي  پوځ دجوړیدا وړاندیز ددغې لوئې وچې  کمې پوځي او مالي سرچینې  له زیاتې خوارې ورې کړي او د اروپائي هیوادونو د جلاکیداسبب به شي .

 که څه هم  د افغانستان بحران او په دې زمینې کې د جوبایډن  د حکومت غمیزه رامینځة کونکی کړچار یو ځل بیا د اروپا د عمل د خپلواکۍ او د اروپائي پوځي توانمنیو  رامینځةکیدا د ضرورت دمطرح کیدا لامل  شوی دی .  په عین حال کې  له امریکاڅخه  د اروپا پيروي په تیره بیا په پوځي او امنیتی موضوعګانو کې د څو لسیزې پیروۍ په دلیل ، په دې باب ډير زیات شکونه شته دي .  اروپایان تر دې دمه  هم ځان  په امنیتی او دفاعي زمینې کې  له امریکا  سره اړونده  ګڼي  او په همدې دلیل  د پوځي بودجې د زیاتیدا او  هم د ناټو په لګښتونو کې دلازیات ګډون په څير په مسئلو کې  د واشنګټن  غوښتنو منلو ته  مجبوره دي  اوحتی ددې جوګه هم نه دي ،  چې  د امریکا له ملګرتیا پرته او  د خپلو امنیتی ګټو په لړ کې  هماغه شان د ناټو ځواک په چوکاټ کې په افغانستان کې  پوځي شتون ته دوام ورکړي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.