Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66643
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 18:51:40

د افغانستان طالبان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي

رویټرز خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو یوه (۱) مشهور شخصیت وحید الله هاشمي وايي د هیواد ښځو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له سړیو سره یوځاې کار وکړي .

د طالبانو رهبرۍ شورا ته نږدې دغه کس وحید الله هاشمي وویل دغه ډله په هغو کارونو کښې چې ښځې  یې غواړی د کار کولو په هکله د افغانستان میرمنو ته د اجازې د ورکولو لپاره له نړیوالو دباونو سره سره د اسلامي قوانینو او د شریعت په کامل ډول د اجرا کولو کوشش کوي دغه بهیر  به په دې معنا وي چې ښځې نشي کولای په حکومتي دفترونو ، بانکونو ، رسنیو او دا ډول نورو برخو کښې کارونه وکړي .

وحید الله هاشمي وویل مونږ په افغانستان کښې د اسلامي شریعت نظام د راوستلو لپاره څلویښت (۴۰) کاله مبارزه وکړه او شریعت ښځو او سړیو ته اجازه نه ورکوي چې تر  یوه(۱) چت باندې یوځاې وي او هلته کار وکړي او دغه خبره مشخصه ده .

د طالبانو دغه مقام وویل د بانکونو او  د رسنیو په شمول برخو کښې د ښځو  لپاره ممنوعیت رامینځته کیږي او د کور د باندې د ښځو او د سړیو ترمینځ ارتباط یوازې د طب په شمول خاصو شرایطو کښې ممکن دی .

وحید الله هاشمي وویل ښځې دغه راز کولای زده کړې ته په اړونده  کارونو او طبي څانګو کښې فعالیت ولري ځکه چې په دغو څانګو کښې ښځو ته ضرورت شته خو د روغتونونو ، ښوونځیو ، مکتبونو او پوهنتونو په شان د هغوې ارګانونه باید له سړیو جلا وي .

تراوسه معلومه نه ده چې د وحید الله هاشمي دغه څرګندونې د افغانستان د نوي حکومت سیاستونه انعکاسوي او  که نه ځکه چې داسې ښکاري دغه څرګندونې د طالبانو د ځینو نورو چارواکو له عمومي او رسمي بیانیو ورهاخوا وي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.