Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66647
تاریخ انتشار : چهار شنبه 24 وږی 1400 ساعت : 19:01:41

د افغانستان هوانورۍ ادارې پاکستان ته د پروازونو غوښتنه کړې

د افغانستان هوانوردۍ ادارې د پاکستاني لوري څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان دولتي هوايي شرکت (اریانا افغان) او خصوصي هوايي شرکت کام ایر ته اجازه ورکړي څو پاکستان ته پروازونه پیل کړي.

دغه لیک د پاکستان هوانوردۍ ادارې ته د ستمبر د میاشتې په ۱۳مه لېږل شوی دی.

په لیک کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شوي تفاهملیک پر اساس دې پاکستان د افغانستان دوه هوايي شرکتونو ته اجازه ورکړي څو د کابل-اسلام اباد تر منځ پروازونه پیل کړي.

د هوانوردۍ ادارې ویلي چې افغان هوايي شرکتونه هدف دادی چې پلان شوي الوتنې پیل کړي او د پاکستان هوانورۍ ادارې دې په دې اړه پروسه اسانه کړي.

دوی زیاته کړې چې د قطر په تخنیکي مرستې سره کابل هوايي ډګر اوس بیا په فعالیت شروع کړی دی او دوی نوټم یا (Notice to Airmen) هم د ستمبر په ۶مه خپور کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د کابل هوايي ډګر د بیا فعالیدو سره افغانستان ته محدود نړیوال پروازونه پيل شوي دي. په دغه لړ کې لومړی پرواز قطر ایرویز وکړ او تر هغه وروسته د پاکستان او ایران هوايي شرکتونو هم کابل ته پروازونه وکړل.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.