Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66650
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 وږی 1400 ساعت : 19:07:56

حکومت پنجشیر ته بشري مرستې لېږي

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا‌ «ملا محمد حسن اخوند» په مشرۍ د کابینې په رابلل شوې ناسته کې پنجشیر ته د بشري مرستو د لېږلو حکم شوی.

له ملي تلویزون څخه په همدې تړاو خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا محمد حسن اخوند ټولو سرپرستو وزیرانو ته حکم کړی چې رسمي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او تر څنګ یې امنیتي سکتور ته سپارښتنه شوې چې د کابل ښار د امنیت د لا ښه کېدو په موخه تر خپل منځ همغږي زیاته کړې.

کابینې ددې تر څنګ حکم کړی، چې په پنجشیر ولایت کې پر مخابراتي شبکو لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي او هلته روان وضعیت ته د پوښښ ورکولو په موخه د رسنیو د لېږلو تر څنګ دې د یاد ولایت اوسېدونکو ته بشري مرستې هم ولېږل شي‌ «همدا راز پرېکړه وشوه چې په دې وروستیو کې هېواد ته راوړل شوې بشري مرستې دې د پنجشير ولايت ته  ولېږل شي او هلته دې په بېلا بېلو سيمو کې مستحقينو ته په منظم ډول وويشل شي.»

د کابینې په ناسته کې پریکړه شوې، چې د سوداګرو، صرافانو، مهمو کارپوهانو او مشهورو برجسته کدرونو د تحفظ اړونده لازمو سهولتونو برابرولو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

پنجشیر چې د کابل تر نیول کېدو وروسته یې د حکومتي‌ امنیتي ځواکونو خلاف مقاومت کاوه، اوس په بشپړ ډول د حکومت تر واک لاندې دی او تصفیه یې روانه ده.

له یاد ولایت څخه سلګونه کورنۍ ګاونډیو ولایتونو او په ځانګړي ډول پلازمېنې کابل ته راغلي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.