Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66651
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 وږی 1400 ساعت : 19:09:07

ټایمز مجلې ملا برادر اخوند د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو له ډلې بللی

 له امریکا خپرېدونکې ټایمز  مجلې د افغانستان د رئیس الوزرا مرستیال «ملا عبدالغني برادر اخوند» د روان میلادي کال د سلو متنفذو او اغېزناکو شخصیتونو له ډلې بللی.

د ټایمز مجلې له لوري د روان کال د سلو اغېزناکو څېرو په تړاو خپاره شوي کلني راپور کې ملا برادر اخوند یو نظامي رهبر بللی شوی او هغه یې د ۲۰۲۱ میلادي کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو په کتار کې ثبت کړی.

په دې سلو کسانو کې د امریکا ولسمشر «جوبایډن»، د هغه مرستیاله «کماله حارس»، د هند لومړی وزیر  «نریندرا مودي»، د چین ولسمشر «زي جین پینګ»، د امریکا پخوانی ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»، د برتانيې شهزاده «هیري»، د ایران ولسمشر «ابراهیم رئیسي» او یو شمېر نور کسان هم شته.

مجلې د ملا برادر اخوند له انځور سره خپاره شوي تفصیل کې لیکلي، چې نوموړی د هغو مذاکراتو تر شاه وو، چې په  مټ یې طالبان بریا ته ورسېدل او تر څنګ یې نوموړی د پخواني رژيم عسکرو ته د بښنې کولو او کابل ته د طالبانو د ننوتلو په مهال  د وینو توییدلو د مخینوي په ګډون په ټولو سترو او مهمو پریکړو کې شامل وو او له چین او پاکستان غوندې هیوادونو سره په مهمو ناستو کې یې حضور درلود.

مجلې وړاندې لیکلي چې نوموړی یو خاموش او پټ شخصیت دی، چې ډير کم د رسنیو پر مخ راڅرګندېږي او اوس د نوي سرپرست حکومت په جوړښت کې د صدراعظم د مرستیال رتبه ورکړل شوې.

د مجلې په حواله، نوموړی په طالبانو کې د یوه معتدل جریان له ډلې دی، چې اوس به هڅه کوي د خپل حکومت لپاره د غرب مرستې را جلب کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.