Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66656
تاریخ انتشار : پنج شنبه 25 وږی 1400 ساعت : 19:18:00

افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ کېدونکی دے

ننګرهار کې سوداګر وایي که طالبان بانکونه په سمه توګه فعال نه کړي او امریکا د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې نه کړي له کابو کولو وتلی اقتصادي بحران به رامنځته شي.

په ننګرها رکې دسوداګرۍ د بېلابېلو خونود مدیره هیت غړو په یوه خبری ناسته کې خبردارے ورکړ چې په هیوادکې اقتصادي بحران راتلونکی دی او که مخه یی ونه نیول شي نو پر انساني ناورین بدلیدای شي.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې  د ننګرهار دسوداګرۍ خونې د مدیره هیت غړی ډاکتر مخلص احمد وایي . افغان سودا ګر له هیواد څخه دباندې د توکیو د رانیولو لپاره اړ دي چې پېسې د بانک له لارې واستوي خو د بانکونو تړل کیدو د اچاره ناشونې کې او په پایله کې سوداګر نه شي  کولای هیواد ته داړتیا وړ توکي راوړي .ډاکتر مخلص وویل که د بانکونونه فعالیت همداسی دوام وکړي نو نه  یوازی داچې سوداګیري به اغیزمنه شي بلکې هیواد به د یو نه کابو کیدونکی اقتصادي بحران پر لور لاړ شي .په دې خبري ناسته کې د صنعتکارانو د سوداګرې خونې مشر عبدالجبار ساپي وویل دبانکونودتړل کیدو له امله تولیدي فابریکو ته خام مواد له هیواده له باندې څخه نه راوړل کیږي چې له امله یې فابریکې د تړل کیدو له ګواښ سره مخامخ دي . هغه وویل که حالت همداسې دوام وکړي نو نه  یوازې دا چې تولیدي فابریکې به وتړل شي بلکې نرخونه به لوړ او د بیکارۍ کچه به نوره هم لوړه شي. د خبري ناستې په پاې کې یو پریکړه لیک هم صادر شو چې پکې د طالبانو له مشرتابه په ټینګه غوښتنه شوې چې دبانکونو فعالیت پراخه اوله امریکې څخه د افغانانو کنګل شوې پیسې تر لاسه کړي . په پریکړ لیک کې ویل شوي چې په هیواد کې راتلونکې اقتصادي بحران کابو کولو ته پام ونه شي نو ډیری بدی پایلې به ولري. په افغانستان کې دطالبانو له واکمن کیدو یوه میاشت تیریږي خو لا تر اوسه د اقتصادي ستونزو د هواري  لپاره هیڅ ډول عملي ګامونه نه دی پورته شوي دخوراکي  توکیو او سونګونرخونه لا هماغسې لوړ اودملکي ادارو کارکوونکوته هغوې معاشونه نه دی ورکول شوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.