Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66832
تاریخ انتشار : شنبه 24 تله 1400 ساعت : 11:04:11

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا اصلیت معلومولو لپاره خپله وروستۍ ډله چین ته لیږي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي چې د کرونا ویروس اصلیت معلومولو لپاره یې خپل وروستۍ ډله ټاکلې چې ددې ویروس لامل په موندلو کې وروستی فرصت دی.

نږدې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس وموندل شو، چې تر اوسه یې اصلیت څرګند نشو او لا یې هم د ځارونکو ترمنځ پوښتنې رامنځته کړي چې ایا دغه ناروغي د څارویو څخه انسانانو ته انتقال شوې او که په یوه لابراتوار کې د انسانانو په لاس موندل شوې ده.

په فبروري میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان د چین سره په ګډ ماموریت دې پایلې ته ورسېد چې د کرونا ویروس په لابراتوار کې نه دی موندل شوی، او چین د نورو تحقیقاتو نه کولو خبرداری ورکړ، خو د روغتیا سازمان مشر وایي چې په وروستي راپور کې کافي او پراخه ارزونه نه ده ترسره شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د ۲۶ ساینس پوهانو نومونه په ډاګه کړل چې د کرونا ویروس په اړه به خپلې وروستۍ څیړنې ترسره کړي، له دې ډلې څخه یې شپږ تنه هغه دي چې تېر ځل یې هم په دې تړاو چین ته سفر کړی و.

د یاد سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس وایي، ټاکل شوې ډله به د سلا مشورو وروسته په راتلونکو دوه اونیو کې رسمي شي، د نوموړي په وینا چې دا زموږ د ساینس پوهانو لپاره تر ټولو غوره او ممکن وروستی فرصت وي چې د ویروس په اصلیت پوه شي.

چین په مکرر ډول په لابراتوار کې د ویروس موندل رد کړي او ویلي دي چې په دې تړاو تر دې دمه هیڅ دلیل شتون نه لري..

په جینوا کې د ملګرو ملتونو په یوه ځانګړي کنفرانس کې د چین استازي «چین شو» ویلي وو چې د چین سره په ګډ ماموریت د روغتیا سازمان د څیړنو پایله «ډیره روښانه وه».

هغه وايي، نړیوال ټیمونه دمخه دوه ځله چین ته استول شوي او اوس وخت دی چې د چین پرځای بل ځای ته ټیم ولیږدول شي.

د یادونې ده چې نوې ډله یوازې د ویروس اصلي ځای موندلو لپاره نه ده ټاکل شوې، بلکې د راتلونکي لپاره د چوکاټ رامنځته کولو لپاره هم ټاکل شوې ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.