Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66877
تاریخ انتشار : پنج شنبه 29 تله 1400 ساعت : 16:35:50

د افغانستان سیاستوالانو او خلکو د زلمي خلیل زاد استعفا ته غبرګون ښودلی

 د افغانستان یوشمیر خلکو او سیاستوالانو د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل استعفا ته په غبرګون کښې هغه مکار سړی او د هیواد د ډیرو مشکلاتو عامل وباله .

په افغانستان کښې د زلمي خلیل زاد د ماموریت د  ختمیدا خبر د هیواد په سیاستوالانو، کارپيژاندو ، طالبانو او حتی عادي خلکو کښې پراخ انعکاس درلود په دې ډول چې د افغانستان ډیرې خلکو د هغه رول منفي او د افغانستان د ولس پرضد وباله خو طالبانو د سولې په بهیر کښې د زلمي خلیل زاد د رول قدرونه کړي ده .

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي دي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زادي د سولې د تش په نامه بهیر کښې ورانونکی رول ولوبوه .

د افغانستان د ملي امنیت د شورا پخواني سلاکار رحمت الله  اندړ هم وویل زلمی خلیل زاد لاړ خو د هغه ورانونکي اقدامات به کلونه کلونه د افغانستان خلک وکړوي .

د افغانستان د ملي پیوستون د غورځنګ مشر سید اسحاق ګیلاني هم ویلي دي خلیل زاد له طالبانو سره د سولې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته افغانستان له سیاسي او پوځي کړکیچ سره مخ کړ .

هغه وویل د افغانستان د نن ورځې بدبختۍ او حالت د زلمي خلیل زاد د کار نتیجه ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.