Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66892
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 لړم 1400 ساعت : 21:20:22

محقق: د کابل په لویدیځ کې اته ماشومانو د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړ؛ د طالبانو لپاره د ننګ ځای دی

د پخواني ولسمشر سلاکار؛ محمد محقق پر خپله فېسبوک پاڼه، د کابل لویدیځ کې د لوږې له امله د اته ماشومانو د ژوند له لاسه ورکولو څخه خبر ورکړ او ویلي دي، د خجالت او ننګ ځای دی؛ هغې ډلې ته چې ځان حاکم او حکومت ګڼي.

محقق زیاته کړې ده: "هغه پېښې چې باید نړۍ لړزولې وی، مګر له دې امله چې مړه شوي ماشومان شعیه، د هزاره ټولنې او د هزاره مېشتو سیمه کې و، نه دا چې نړۍ یې ونه لړزوله، مګر د کابل اوسني حاکمان چې دنده یې د هغه خلکو د معشیت او امنیت ټینګښت دی، حرکت او عکس العمل ته اړ نه کړل."

په ورته وخت کې محقق له نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو بنسټونو غوښتي تر څو په مستقیم ډول د افغانستان له خلکو سره مرستې وکړي او پرېنږدي چې خلک له لوږې او قحطۍ څخه ژوند له لاسه ورکړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.