Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66893
تاریخ انتشار : يکشنبه 2 لړم 1400 ساعت : 21:21:55

اندرابي: د نوې شورا جوړل د باور وړ نه ده؛ د مقاومت ملي جبهه له خلکو څخه د دفاع یوازینی مشروع پته ده

د کورنیو چارو پخواني وزیر، مسعود اندرابي د ځینو سیاسي څېرو لخوا د ملي مقاومت عالي شورا جوړولو په غیرګون کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې زړو سیاسي څېرو لخوا د نوې شورا جوړول نا اړین او بې باوره ده او د ملي مقاومت جبهه د افغانستان خلکو د استازولۍ او دفاع لپاره یوازینی مشروع پته ده.

نوموړي زیاته کړې په دې وخت کې یوازینۍ ښېګڼه چې د سیاسي زاړو کارکوونکو خکو ته رسېږي؛  دا ده چې ځوان نسل ته د سیاسي رهبرۍ په دې اوړون کې شګې وانه چوي.

د اندرابي په وینا د خلکو اوږو ته د ګرځېدو تصور، یو خام تصور دی او یوازې د طالبانو تر ستم لاندې خلکو څخه نور فرصتونه اخلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.