Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66897
تاریخ انتشار : دوشنبه 3 لړم 1400 ساعت : 20:05:54

اروپايي ټولنه په کابل کې خپله سیاسي استازولي بیرته پرانیزي

ټاکل شوې ده چې اروپايي ټولنه یوځل بیا په کابل کې خپله سیاسي استازولي پرانیزي.

د فایننشال ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې اروپايي ټولنه په پام کې لري چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپله سیاسي استازولي بیرته فعاله کړي.

په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د سیاسي استازولۍ پرانیستل به د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه وي؛ خو یاده ټولنه غواړي نوي افغان حکومت سره په محدوده کچه راکړه ورکړه له سره پیل کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د پخواني رژیم له سقوط او امریکايي عسکرو له وتلو سره سم اروپايي ټولنې خپل دفترونه په کابل کې وتړل؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو د پرلپسې هڅو او لیدنو پایله کې اوس د اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر نړیوالې ټولنې او هېوادونه دېته تیار شوی چې په کابل کې خپلې نماینده ګۍ بیرته فعالې کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.