Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66904
تاریخ انتشار : چهار شنبه 5 لړم 1400 ساعت : 22:44:38

د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له استازو او سفیرانو سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن ماښام په دوحه کې د ۱۴ هېوادونو له استازو او سفیرانو سره په لیدنه کې د نوي افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د اړیکو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې زیاتره د اروپايي هېوادونو سفیرانو برخه اخیستې وه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، اداري فساد له منځه وړلو، د افغانستان په اقتصادي وضعیت د لګول شوو بندیزونو ناوړه اغیزو او یو لړ نورو مسائلو په هکله سفیرانو ته وینا وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې باید په یو آواز له امریکا څخه د افغانستان د ملي شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړي، ځکه له څلورو لسیزو وروسته افغانستان د لومړي ځل لپاره د یو حاکم او مسئول نظام تر سیوري لاندې د امن ساه اخیستې او د رسمیت پېژندنې ټول هغه شرایط یې پوره کړي چې له مخې یې یو حکومت په رسمیت پېژندل کیږي.

د ناستې په جریان کې د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو په خپل وار سره د افغان پلاوي له څرګندونو څخه ډاډ او خوښي ښکاره کړه.

باید وویل شي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د ماموریت مسئول «ایین مکيري» او ورسره ۷ کسیز پلاوي سره هم کتلي او په دوه اړخیزو موضوعاتو یې ژور بحثونه او خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره په دوحه کې لیدلي وو. په دغه لیدنه کې دواړو خواوو خپلو ګټو په کتلو د دوه اړخیزو اړیکو چمتووالی ښکاره کړ او د چین د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې هېواد به یې هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.