
د ایران په مجلس کې د جامع کډوالۍ قانون تدوین؛ د اتباعو د حضور لپاره نوی معیارونه ټاکل کېږی
د ایران مجلس د جامع کډوالۍ قانون د تدوین په حال کې دی، چې د بهرنیو اتباعو د لنډمهاله اوسېدو، دایمی اوسېدو او د حضور د نورو ډولونو شرایط په دقیق ډول ټاکی. دا قانون، چې د پانګوالو، ډاکټرانو او تخنیکی متخصصینو لپاره ځانګړی ظرفیتونه برابروی، د وروستیو حقوقی مرحلو تر بشپړېدو وروسته به د تصویب لپاره شورای نگهبان ته واستول شی.












